په جلال اباد کې دوه چاودنې وشوې

Image caption ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې په پرتليز ډول ارام ولايت بلل کېږي.

چارواکي وايي د پنجشنبې پر سهار د جلال اباد ښار دوو چاودنو لړ زولی دی .

د والي وياند احمدضيا عبدالزي بي بي سي ته وويل لومړۍ چاودنه سراج العمارت بڼ او سپين غر هوټل ته مخامخ د افغان بيسيم ټېلېفوني شرکت سيمه ييز دفتر ته څېرمه شوې ده .

نوموړي وويل په يوه کراچۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول او دا معلومه نه ده چې هدف يې څوک و، خو په پايله کې يې پېنځه ولسي وګړي ټپيان شوي دي .

ښاغلي عبدالزي زياته کړه دوی پلټنې پيل کړې چې دا چاودېدونکي و او که ماين ځای پر ځای شوی و.

دويمه چاودنه د جلال اباد هوايي ډګر ته څېرمه د بارګينونو په سيمه کې شوې ده .

د والي وياند وويل چې په يوه ټونس ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي ول خو چاودنې يې چاته زيان نه دی اړولی .

نوموړي زياته کړه ددغې چاودنې موخه هم نه ده معلومه خو ده يو تخربي عمل وباله.

د کورنيو چارو وزارت د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره دغه چاودنې غندلې دي.

ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې پروت ولايت دی چې په پرتليز ډول ارام بلل کېږي .