چارواکي: د الوتکې د ځينو قربانيانو جسدونه لېږدول شوي

د ژرغونې ډله
Image caption چارواکي وايي دا مهال د ژغورنې ډلې بوختې دي چې د الوتکې وژل شوې سپرلۍ را ولېږدوي.

افغان چارواکي وايي، د پامير هوايي شرکت د لوېدلې الوتکې د قربانيانو د را ويستو چارې د خرابې هوا له کبله د شنبې تر ورځې پورې ځنډېدلې دي.

د افغانستان دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو مرستيال وزير محمد داود داود وايي ، د الوتکې سپبرلۍ ټوټې ټوټې شوې او د پېژندلو نه دي.

نوموړی زياتوي ، د دريو مېرمنو د جسدونو په ګډون ټول پېژندل شوي جسدونه کابل ته راوړل شوي دي.

جنرال داود وويل ، د الوتکې تور بکس يا معلوماتي ډبه موندل شوې او تر څېړنو وروسته به د الوتکې د لوېدو لامل معلوم شي.

وړاندې داسې هم ويل کېدل چې ښايي الوتکه د کومې ترهگريزې پېښې ښکار شوې وي.

پر همدې مهال د پامير هوايي کرښې چارواکو ويلي ، د قربانيانو خپلوانو ته به د هر وژل شوي په بدل کې يو – يو لک ډالره تاوان ورکړي.

خو د قربانيانو خپلو خپلوانو بيا د پامير د هوايي کرښې د چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

دغه الوتکه له تېرې دوشنبې راهيسې ورکه وه او د پنجشنبې پر ورځ يې څرک ولگېد چې د غوربند او شکر درې ولسواليو تر منځ په غرونو کې لوېدلې وه.

دغه روسۍ انتونوف 24 ډوله الوتکه د مې پر اوولسمه هغه مهال د رادار له څپو ورکه شوه چې د افغانستان له شمال کوندوز ولايت څخه د پلازمېنې کابل پر لور را روانه وه.

وړاندې ويل کېدل چې الوتکه په سوېلي سالنگ کې لوېدلې ، خو تېره ورځ له هوا څخه اخيستل شويو انځورونو ډاګيزه کړه چې الوتکه له کابل سره نژدې لوېدلې ده.

د رسمي ورکړل شويو شمېرو له مخې په الوتکه کې ټول ټال ٤٣ کسه سپاره ول، چې يو شمېر يې بهرنيان دي.

کابو پېنځه کاله وړاندې هم د افغانستان د يوه خصوصي شرکت يوه الوتکه د کابل په ختيځ کې لوېدلې وه چې له کبله يې شاوخوا سل تنه ووژل شول.