ليام فاکس: 'برتانوي پوځیان بايد ډېر ژر له افغانستانه ووځي'

ليام فاکس
Image caption ليام فاکس زياتوي دی د افغان ځواکونو له روزونکو سره خبرې وکړي، څومره چې ژر کېدای شي، د هغوی د روزنې چارې بشپړې کړي.

د برتانيا دفاع وزير ليام فاکس افغانستان ته د خپل لومړي سفر پرمهال ويلي چې له دغه هېواد څخه د برتانوي سرتېرو د چټکو ويستلو غوښتونکی دی.

نوموړی د برتانيا تر ټاکنو او بدلونونو وروسته د بهرنيو چارو له نوي وزير ويليم هېګ او د نړيوالې پرمختيا له وزير اندرو ميچل سره افغانستان ته تللی دی.

ښاغلی فاکس په کابل کې له يو شمېر افغان چارواکو ، سياستوالو او پوځي مشرانو سره ګوري.

د برتانيا دفاع وزير د ټايمز له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دی له افغانستان څخه د برتانوي پوځيانو د ژر تر ژره وتلو غوښتونکی دی.

درېواړو برتانوي وزيرانو خبريالانو ته ويلي چې په افغانستان کې د برتانیا په سياست کې د اساسي بدلون غوښتونکي نه دي.

فاکس ويلي په افغانستان کې د مېشتو برتانوي پوځيانو شمېر وروستي حد ته ر سېدلی دی.

نوموړي ويلي هرڅومره چې پوځيان زياتېږي، هومره ورسره قرباني هم ډېرېږي.

ليام فاکس زياتوي دی د افغان ځواکونو له روزونکو سره خبرې وکړي، څومره چې ژر کېدای شي، د هغوی د روزنې چارې بشپړې کړي.

فاکس ټيڼګار کوي چې " برتانيا په افغانستان کې د نړيوال پوليس په توګه فعاليت نه شي کولی. "

Image caption د برتانيا دفاع وزارت ويلي که څه هم په قوماندې کې بدلون راغلی، خو برتانوي پوځيان به د هلمند په مرکزي سيمو کې د پخوا په څېر ځای پرځای پاتې کېږي.

د نوموړي په وينا، په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر لومړيتوب بايد سیمه ييز امنيت ته ورکړل شي.

خو د برتانيا د نړيوالې پرمختيا وزير اندور ميچل بيا ويلي چې د افغانستان د باثباته افغاني دولت جوړول ضروري دي.

نوموړی زياتوي په دې لړ کې بايد اساسي تعليم او روغتيا ته ډېره پاملرنه وشي.

دغو برتانوي وزيرانو دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د هيواد په سويل لويديځ کې د خپلې قومندانۍ د ٢ کولو خبر ورکړی.

کندهار، زابل او ارزګان به تر يوې قومندانۍ لاندې وي او هلمند او نيمروز به د نوي قوماندې له مرکز څخه رهبري کېږي.

ناټو وايي چې د افغانستان په جنوب کې به زياتره برتانوي ځواکونه د امريکا تر قوماندې لاندې فعاليت کوي.

په هلمند کې دېره ۸۰۰۰ برتانوي پوځيان به د امريکايي قوماندان جنرال ډېوېډ مېلز تر مشرۍ لاندې راځي او برتانوی قوماندان جنرال نېک کارټر چې تر دې پرېکړې وړاندې د جنوب د ټولو پوځيانو مسؤول و، په کندهار کې د کاناډايي او امريکايي پوځيانو مشري کوي.

د برتانيا دفاع وزارت ويلي که څه هم په قوماندې کې بدلون راغلی، خو برتانوي پوځيان به د هلمند په مرکزي سيمو کې د پخوا په څېر ځای پرځای پاتې کېږي.

ورته مطالب