په هلمند کې به يو امريکايی د برتانويانو مشر شي

د ناټو رپی
Image caption ناټو وايي د قوماندې د بېلولو پرېکړه يې ددې لپاره کړې چې په سويل کې څپڅپانده امنيتي حالت راکابو شي.

د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو وايي د خپلې نوې پرېکړې له مخې به تر دې وروسته د افغانستان په سوېل کې د بهرنيو ځواکونو قوماندانيت پر دوو برخو ويشل کېږي .

کندهار، زابل اورزګان او ډايکنډي به د بريتانيايي قوماندانۍ تر مشرۍ لاندې د سويلي قوماندانۍ په نامه فعاليت کوي خو هېلمند او نيمروز به د سوېل لويدېځي قوماندانۍ په چوکاټ کې اداره کېږي.

د قوماندانيت د بدلون مهم ټکی دا دی چې تر دې وروسته به په هېلمند کې مېشت شاوخوا اته زره بريتانيايي ځواکونه د امريکايي جنرال ريچارډ مايلز له لوري اداره کېږي .

دغه راز د هلمند ګاونډی ولايت نيمروز هم په دغه قوماندانيت کې ورګډ شوی چې ويل کېږي په مارجه کې تر عملياتو وروسته يې امنيتي حالت تر پخوا لږ څه کاواکه برېښي. خو دبريتانيا د پوځ يوه وياند جنرال ګورډن مسينجر، دا رد کړه چې ګنې دغه بدلون امريکايانو ته د هېلمند د سپارلو مانا لري او زياته يې کړه د بريتانيا د پوځ لوړ پوړي افسران به بيا هم په هلمند کې مېشت وي .

د قوماندې دغه بدلون ته ډېر په دې سترګه کتل کېږي چې په سوېل کې به د څپڅانده امنيتي حالت له ښه کېدو سره مرسته وکړي . د پوځي چاروپوه او پخوانی جنرال نورالحق علومي وايي امريکا ورو ورو غواړي چې له نورو هېوادونو څخه قومانده پخپل لاس کې واخلي او په دې توګه د هغوی له وتلو وروسته رامنځته کېدونکې تشه ډکه کړي.

خو افغان حکومت په هلمند کې له برتانويانو څخه امريکايانو د قوماندې سپارلو ته ډېر ارزښت نه ورکوي او په ټوله کې د قوماندې بدلون او پراختيا ته د يوې طبعي مسلې په سترګه ګوري .

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي له تېرو څو کلونو راهيسي بهرني ځواکونو له افغان هغو سره موازي پراخېږي:

(( دلته بايد په غور سره دوه ټکي په پام کې ونيول شي ، لومړی دا چې هر ځای چې د ملي پوځ د قول اردو يو مرکزيت رامنځته کېږي نو بايد د پوليسو او ناټو ځواکونو د قوماندې يو يو مرکزيت هم رامنځته شي. دې ته په پام سره چې په هېلمند کې 215 قول اردو رامنځته شوی نو بايد د ناټو د قوماندې يو نوی زون هم رامنځته شي. بل دا چې د ناټو ځواکونو اړوند هر هېواد چې قومانداني کوي هغه د ځواکونو په شمېر پسې تړلې ده ، تاسې که هر ځای وګوریء د هر هېواد ځواکونه چې پکې ډېر وي قومانداني هم د هغه هېواد په لاس کې وي، نو دا کوم غيرطبعي شی نه دی . ))

برتانيا دويم لوی هېواد دی چې له امريکا وروسته د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ډېر سرتېري لري. د افغانستان په سوېل کې دقوماندانۍ په چوکاټ کې بدلون داسې مهال رامنځته کېږي چې په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شمېره ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده او په سويلي ولايت کندهار کې د عملياتو د پيلېدو خبرې تودې دي.