ولسي جرګې د سولې له ملي مشورتي جرګې سره د 'پرېکون' ګواښ وکړ

ولسي جرګه
Image caption تېره ورځ هم ولسي جرګې ويلي وو چې ولسمشر د خپلې نوې کابينې پاتې وزيران جرګې ته ورپېژني.

د افغانستان ولسي جرگې افغان ولسمشر ته گواښ وکړ چې که د کابينې پاتې غړي ور ونه پېژنې نو د سولې په جوړېدونکي جرگې که به گډون ونه کړي.

جرگې دوهمه خپله عمومي ناسته د چوپې خولې په اعتراض سره تېره کړه.

خو افغان ولسمشر ته نژدې کسانو وړاندې ويلي ژر به ولسمشر د کابيني د پاتي غړو لس ملي شورا ته واستوي.

ولسي جرگې دارنگه د ولسمشر له دويم مرستيال کريم خليلي ته هم د بيړنيو حالاتو د کميټې د رپوټ نه ور کولو پر سر قهرېدلي وو او له دغه دويم کار ه يې د استعفا غوښتنه کوي ، خو قانون پوهان وايي چې ولسي جرگه د ولسمشر د مرستيالانو د وربللو حق نه لري.

د دوهمې پرلپسې ورځې لپاره په ولسي جرگې کې استازو د اعتراض په توگه د جرگې په عمومي ناسته کې پر هيڅ موضوه بحت ونکړ او تيره ورځ د چپې خولې اعتراض ته يې دوام ورکړ .

خو په هرو پنځو دقيقو کې وکيلانو خپل ميزونه په دې موخه ډبول چې ددوى په وينا ولسمشر ته په چوپه خوله وښيي چې د کابينې د پاتې ١١ غړو ور پيژندلو ته په تمه دي .

د جرگې مشر محمد يو نس قانوني د ناستې په پاى کې د يکشنبې د ورځې اعتراض اعلان کړ:

''نن يکشنبې بيا ښاغلو وکيلانو داساسي قانون پر بنسټ د کابينې د پاتې غړو د نه ور معرفي کيدو او دبيړنيو حالاتو د کميسيون په مشرى د رپوټ نه ورکولو او يا له دغه پوسته د ښاغلي خليلي د نه استعفا له کبله په فوق العده او مدني توگه خپلې احتجاجي غونډې ته دوام ورکړ.''

لکه چې ښاغلي قانوني ورته اشاره وکړه اعتراض د کابينې د غړو په نه ور پيژندلو سربيره د بيړنيو حالاتو د کميټې له مشريه د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي د نه لاس په سر کيدو او يا جرگې ته دنه ورتلو پر سر اعتراض دوام لاره.

او د ولسي جرگې منشي محمد صالح سلجوقي گواښنه وکړه چې که ددوى خبرو ته اهميت ورنکړل شي د سولې په مشورتي جرگې کې به گډون ونه کړي :

''موږ هڅه وکړه چې د کابينې د پاتې ١١ وزارتونو لپاره ولسي جرگې ته د نويو وزيرانو د ورپيژندلو او په دې برخه کې د پلان په اړه د ولسمشرى ددفتر دريځ معلوم کړو خو بريالي نشو، ولې وړاندې دوى ددغه کار د کېدو ويلي وو. ''

خو د بيړنيو حالاتود کميسيون د کارونو او مشرى په ښاغلى خليلي څو ورځې وړاندې بي بي سي ته وويل چې د کميټې د بودجې په اړه هر چا ته معلومات ورکولى شي خو جرگې ته د ورتلو په برخه کې يې دقانون خبره را پورته کړه .

خو په ولسي جرگې کې د ميدان وردگو استازې روشنک وردگ وايي ددوى غوښتنه د قانون سره کومه ستونزه نه لري :

''موږ ښاغلى خليلي د ولسمشر د مرستيال نه بلکې د بيړنيو حالاتو د کميسيون د مشر په توگه راغوښتى.''

خو پوښتنه داده چې له حقوقي پلوه دولسي جرگې دغه دواړې غوښتنې او پر بنسټ يې شوى اعتراض څه ډول دى .

د کابل پوهنتتون د حقوقو د پوهنځى استاد نصرالله ستانکزى وايي:

''له پيښو سره د مبارزې په قانون کې د بيړنيو حالاتو د کميټې مشر ولسمشر وي افغان ولسمشر دغه واک خپل مرستيال ته انتقال کړى نو ولسي جرگه ولسمشر نشي ور بللى په دې بنسټ د جرگې غوښته د قانون سره په ټکر کې راځي .

او د پاتې وزيرانو د ورپيژندلو په اړه د فشار په توگه د ولسي جرگې موضعگيري د توجيه وړ ده او سکوت يې هم د حل لاره نه ده . له بلې خوا قانون ولسمشر ته وخت نه دى قيد کړى چې په څو مره وخت کې وزيران بايد ور وپيژني نو دا يو سيا سي حرکت دي چې د هر پارلمان حق دى .''

دا په تيرو اتو کلونو کې لومړى ځل دى چې د افغانستان ولسي جرگه د افغان حکومت په وړاندې دومره ټينگ دريځ نيسي او د دويمې پرلپسې ورځې لپاره د اعتراض په توگه په چوپه خوله د جرگې عمومي ناسته تر سره کيږي خو له عمومي جلسي د باندې د ډيرو استازو له خبريالانو سره خپل دا اعتراض شريکاوو اوځينو لکه فاروق ميړنې سر ټکاوو چې په تيرو څو کلونو کې ېې ډيرې پريکړې نه دي منل شوي .

د ولسي جرگې د چوپې خولې او ميزونو ډبولو اعتراض په افغانستان کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د نوي درز او کړکيچ څرگندونه کو ي چې ور سره نوي گواښونه هم پکې را پورته شول .

خويو شمېر عام افغانان په دې باور دي چې د جرگې ډير استازي بيا کانديدان دي او ددوى په اند په دې توگه له وړاندې خپل کمپاين تر سره کوي ،خو ولسي جرگه وايي له خپلو حقونو گټه پورته کوي او د دولتي چارو د لاښه سمون په موخه يې دغې چارې ته مخه کړې.

ورته مطالب