د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته تر 300ز يات شکايتونه رسېدلي

Image caption د شکايتونو کمېسيون وايي، تر دې مهاله ورته د رسېدلو شکايتونو ډېره برخه د ټاکنو د کمېسيون په اړه دي .

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي د ولسي جرګې د نوماندانو د لومړني نوملړ په تړاو د شکايتونو بهير روان دی خو زياتوي چې تر دې مهاله د نوماندانو په پرتله د ټاکنو د کمېسيون پر ضد ډېر ورته شکايتونه رسېدلي دي.

ددغه کمېسيون وياند احمدضيارفعت بي بي سي ته وويل ډېر اعتراضونه د هغو کسانو له لوري شوي چې نومونه يې په لومړني نوملړ کې نه دي راغلي:

((د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندانو د نومونو د لومړني نوملړ له اعلانه د څه باندې يوې اونۍ په تېرېدو سره ، تر اوسه شاوخوا 310 اعتراضونه د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې ثبت شوي دي .

ددغو اعتراضونو په سلو کې نوي د هغو کسانو له لوري دي چې د ولسي جرګې لپاره يې ځانونه نومولي ول او د ټاکنو د کمېسيون له لوري په اعلان شوي لومړني نوملړ څخه يې نومونه ايستل شوي دي ، په واقعيت کې دغه اعتراضونو د ټاکنو دکمېسيون پر ضد دي او اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په دغه ليست د راتلو لپاره يې لازم معيارونه پوره کړي ول.))

ښاغلي رفعت وويل پاتې لس په سلو کې نور اعتراضونه د ځينې ادارو او ځينو خلکو له لوري د هغو کسانو پر ضد شوي چې نومونه يې په لومړني نوملړ کې راغلي دي .

دده وينا اعتراض کوونکي ادعا کوي چې ځينې دغه نوماندان په ځينو وسلوالو ډلو پسې تړاو لري، يا يې وژنې کړې ، او يا له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورون دي .

خو اوس پوښتنه د تورونو د ارزولو او له تورونو کسانو سره د چلند په اړه ده .

ښاغلی رفعت وايي چې په دې اړه به دوی د واکمنې محکمې تر پرېکړې وروسته ګام اخلي :

(( د بشري حقونو، وژنو، اختلاس او نورو جرمونو په اړه د شکايتونو کمېسيون د واکمنې محکمې د حکم پر بنسټ پرېکړه کوي .

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پخپله نه شي کولای چې د تورنو په تړاو دوسيې وڅېړي ، خو داسې کولای شي په هغو ځايونو کې چې د محکمې حکم صادر شوی وي او د ځينو نوماندانو پر ضد په شويو ادعاوو دلالت وکړي نو په هغه صورت کې به دغه کمېسيون خپله پرېکړه وکړي.))

د شکايتونو لړۍ د کانديدانو د لومړني لست له اعلان سره سم د غويي پر ٢٢مه پيل شوې او د غبرګولي تر ٢٠ مې به روانه وي. په دغه نوملړ کې د نژدې دوه نيمه زره کسانو نومونه راغلي چې 386 تنه مېرمنې او 56 تنه کوچيان دي . ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرګې ټاکنې د وږي په ٢٧مه، تر سره شي .