کرزی: د هوايي شرکتونو چارو ته دې له سره کتنه وشي

د کابل نړيوال هوايي ډګر
Image caption د هوايي چلند په برخه کې دشرايطو د سختولو حکم له هغه وروسته کېږي چې تېره اونۍ د يوه خصوصي هوايي شرکت پامير د الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر څلوېښت زيات کسان ومړل.

په افغانستان کې د هوايي چلند د چارو په اړه اندېښنې له هغه وروسته ډېرې شوې چې د پامير په نوم يوه خصوصي هوايي شرکت الوتکه را نسکوره شوه او تر څلوېښت زيات کسان پکې ومړل.

که څه هم تر اوسه پورې شوې څېړنې ښيي چې الوتکه د خرابې هوا له امله لوېدلې خو داسې بريښي چې له دې پېښې سره د هوايي چلند موضوع د حکومت لومړيتوبونو ته ور ننوتلې ده.

د ولسمشر کرزي په دې اړه په خپل نوي حکم کې د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت ته امر کړی چې په خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو پورې داړوندو الوتکو دالوتنې د خونديتوب لپاره دې يو لړ ګامونه واخلي .

وزارت ته دنده سپارل شوې دهوايي چلند دنړيوالې ټولنې له معيار او قوانينو سره سم د ټولو خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو مساپر وړونکې او کارګو الوتکې له تخنيکي اړخه، له سره وګوري .

دغه راز بايد د ټولو الوتکو دالوتنې پر مودې او دالوتنې دعملي پر مسلکيتوب او چمتوالي باندې هم له سره غور وکړي .

د ښاغلي کرزي حکم ياد شوي وزارت ته لارښوونه کړې هغه الوتکې چې دخوندي الوتنې له معيارونو سره برابرې نه وي اويا دالوتنې هغه کارکوونکي چې دمسلکي چمتوالي کچه يې لږه او تر نړيوالو معيارونو ټيټه وي دالوتنو له پلان څخه لري کړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان هوايي ترافيک د نړيوالو ځواکونو له لوري اداره کېږي .

ښاغلي کرزي هم په خپل حکم کې دهوايي ترافيک د سمولو سپارښتنه کړې او زياتوي چې د الوتنو په تنظيم او پلان کې دې له ايساف او نړيوالو ځواکونو سره همغږي زياته شي .

دا مهال په افغانستان کې څلور مساپروړونکي هوايي شرکتونه فعاليت کوي .

خو ولسمشر حامدکرزي د خپل حکم په ترڅ کې د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت ته ويلي چې دکابل دنړيوال هوايي ډګر ، لږې وړتيا ته په پام سره دې د اوس لپاره نويو خصوصي هوايي شرکتونو ته د کار او فعاليت جواز نه ورکوي.

په حکم کې دا نه دي ويل شوي چې تر څه وخته به نورو هوايي شرکتونو ته جواز نه ورکول کېږي .

و لسمشر کرزي داسې مهال دغه حکم صادر کړی چې تېره اونۍ د پامير خصوصي هوايي شرکت د يوې الوتکې لوېدلو په افغانستان د هوايي شرکتونو کار ته د بيا کتنې اړتيا ډېره زياته کړه .

دا مهال په افغانستان کې پر دولتي هوايي شرکت اريانا افغان سربېره پېنځه نور هوايي شرکتونه فعاليت کوي چې څلور يې مساپر وړونکي او يو يې کارګو دی .