ناټو :په پکتيا کې مو ٨ وسله وال ووژل

ناټو ځواکونه په افغانستان کې

افغان او بهرنيو ځواکونو د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې پر يوه کور د چاپې پر مهال اته تنه وژلي چې ناټو يې وسله وال طالبان بولي.

په سويل ختيځ کې د ناټو مطبوعاتي چارواکي ادعا کوي چې په وژل شوو کې د القاعدې ډلې يوه مهم قومندان هم شامل دى خو په اړه يې ډېر معلومات نه ورکوي .

ناټو ځواکونه وايي پر دغه کور يې له هغه وروسته نن( سه شنبه٢٥ د مى) يرغل يوړ چې په خبره يې يوې وسله والې ډلې په کې ځواکونو ته کمين نيولى و،او ورسره يې جگړه وکړه.

د بهرنيو ځواکونو په خبره په دغه نښته کې وژل شوي له څېرمې جنگيالي دي. دوى په جگړه کې د دريو افغان پوليسو او څو بهرنيو سرتيرو د ژوبليدو خبره هم کوي خو،وسله وال طالبان بيا په دغه مخامخ جگړه کې خپل مخالف لوري ته د درندې مرگ ژوبلې داړولو ادعا کوي.

وسله وال طالبان په نښته کې يوازې د خپلو څلورو جنگيالو د وژل کيدو پخلى کوي او نور وژل شوي ولسيان بولي .

ورته مطالب