'افغان حکومت د ميندو د مړينې علتونه معلوموي'

دافغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د لومړي ځل لپاره يې په هيواد کې د ميندو او ماشومانو د مړينې د شمېرې او علتونو د معلومولو په موخه يوه نظرپوښتنه پيل کړې ده .

د عامې روغتیا وزارت وایې پدغې پروژې کې افغانستان په دریو شمالي، مرکزي او جنوبي حوزو ویشل شوى دى، چې په خبره یې پدغو دریو حوزو کې به ۲۴۰۰۰ کورنۍ په نمونوي ډول غوره او وپوښتل شي

دوزارت چارواکي وایې دا لومړنۍ سروې ده چې په هغې کې به جنس ، عمر او اقتصادي او ټولنیز توپیر ته په کتو سره د میندو ، ماشومانو او لویانو د مړینې کچه او د هغو ټول اسباب وڅیړل سي .

پدغو اسبابو کې نه یوازي بیلابیلې ناروغۍ بلکه د جګړې او هم د ماینونو له کبله د مړینې کچه ارزول کیږي . د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل دغه سروې ډیره مهمه بولي چې په وینا یې دغه کار به له ناروغیو نه د خوندیتوب او د مړیني د کچي د کموالي په برخه کې ډېره مرسته وکړي .

Image caption سرپرستې وزيرې ثريادليل وويل دا یوه ملې سروې ده چې په افغانستا ن کې د مړینې د کچې اخستنې او مطالعې لپاره ده . دا زموږ لپاره ډیره مهمه او اساسي ده ددغې سروې پایلې به هم موږ ته مهمې ځکه وي چې موږ به وتوانیږو خپل پلانونه او تګلاري داسي جوړي کړو چې و کولای سو په څو راتلونکو کلونو کې د مړینې کچه تر ډیره راکښته سي .

چارواکي وايې د سروې د پيل تخنيکي چارې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې پيل شوي او په خبره يې پايلې به يې د روان زيږديزکال تر پايه په ډاگه شي .

د عامې روغتیا وزارت وایې پدغې پروژې کې افغانستان په دریو شمالي، مرکزي او جنوبي حوزو ویشل شوى دى، چې په خبره یې پدغو دریو حوزو کې به ۲۴۰۰۰ کورنۍ په نمونوي ډول غوره او وپوښتل شي

دوزارت چارواکي وایې دا لومړنۍ سروې ده چې په هغې کې به جنس ، عمر او اقتصادي او ټولنیز توپیر ته په کتو سره د میندو ، ماشومانو او لویانو د مړینې کچه او د هغو ټول اسباب وڅیړل سي .

پدغو اسبابو کې نه یوازي بیلابیلې ناروغۍ بلکه د جګړې او هم د ماینونو له کبله د مړینې کچه ارزول کیږي . د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل دغه سروې ډیره مهمه بولي چې په وینا یې دغه کار به له ناروغیو نه د خوندیتوب او د مړیني د کچي د کموالي په برخه کې ډېره مرسته وکړي .

''دا یوه ملې سروې ده چې په افغانستا ن کې د مړینې د کچې اخستنې او مطالعې لپاره ده . دا زموږ لپاره ډیره مهمه او اساسي ده ددغې سروې پایلې به هم موږ ته مهمې ځکه وي چې موږ به وتوانیږو خپل پلانونه او تګلاري داسي جوړي کړو چې و کولای سو په څو راتلونکو کلونو کې د مړینې کچه تر ډیره راکښته سي .''

د روغتیا چارواکي وایې اوس مهال په هیواد کې د عمر منځنۍ کچه تر ۲۷ کلونو پوري ټاکل سوې ده . په ټوله کې د هیواد په ځینو سیمو کې امنیتي او جغرافیایې جوړښتونه هغه لاملونه بلل کېږي چې کیدى شي د دغي سروې په کار کې ځنډ راولي .

دوی وایې اوس د سروي لومړنۍ چاري په کاپیسا . بغلان .، سرپل ، کندهار ، ننګرهار ، بادغیس ، جوزجان ، هرات ، کندز ، تخار او دایکندي کې پیل شوي خو چارواکي وایي ښایې د هلمند ، کندهار او زابل په ځینو لیري پرتو سیمو کې هم دغه نظر پوښتنه تر سره نشي .دغه پروژه کې چې ټاکل شوې د ۲۰۱۰ کال تر پایه بشپړه شي د یو شمیر نړیوالو مرستندویه ټولنو يې لگښت ورکول کېږي .

د افغان چارواکو په خبره هر کال دزيږون پرمهال سلگونه ميندې او دغه راز د بيلابيلو ناروغيو له امله گڼ ماشومان او سړي مري .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت داسې مهال دميندو او ماشومانو د مړينې د علتونو او شمېرې د معلومولو په اړه هلې ځلې پيل کړي چې،په دغه هېواد کې د سره صليب نړيوالې ټولنې د افغانانو پر روغتيايي حالت انديښنه ښوولې ده .

په کابل کې د سره صليب د ټولنې چارواکي وايي د افغانستان په ناامنه سيمو کې زرگونه افغانان له روغتيايي اسانتياوو بې برخي دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې دغه هېواد لپاره د روغتيادنړيوال سازمان چارواکو وويل په ناامنه سيمو کې شاوخوا پنځه سوه زره افغانان روغتيايي اسانيتاوو ته لاسرسى نلري،دغه سازمان په دې اړه خپله خواشينې په ډاگه کړه .

ورته مطالب