سره مياشت: د هېلمند د مارجې خلک له وېرې کډې کوي

Image caption مارجې د روان زېږدي کال په لومړيو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د ګډو پوځي عملياتو په پايله کې له طالبانو ونيول شوه.

له دې سره سره چې د هېلمند د مارجې سيمه اوس د افغان او بهرنيو ځواکونو په لاس کې ده ، خو د هېلمند د سرې مياشتې ټولنه وايي له مارجې څخه بيا کډې بارېږي.

د دغې سيمې نژدې څلور زره کورنۍ درې مياشتې وړاندې د مشترک په نوم پوځي عملياتو پر مهال له دغې سيمې وتلې وې.

له وسله والو طالبانوسره له کابو يوې مياشتې درنې جگړې وروسته افغان او بهرنيو ځواکونو د دغې سيمې د پاکېدو اعلان وکړ ، خو ځايي خلک وايي لا هم وسله وال طالبان دغلته د شپې واکمن وي.

د هېلمند د سرې مياشتې مشر احمدالله احمدي وايي دی يوازې د تېرو دريو ورځو په اړه معلومات لري چې پر بنسټ يې شاوخوا پېنځوس کورنۍ له مارجې څخه وتلې دي .

سره مياشت وايي په ټوليز ډول يې تراوسه ٢٥٠ هغه کورنۍ راجستر کړې چې له مارجې څخه مرکز لښکرگاه او نورو خوندي سيمو ته کډه شوې دي.

دوى وايي دا هغه شمېرې دي چې د دوى د رضاکارانو او کارکوونکو له لوري په رسمي ډول ثبت شوې او هغه چې له دوى سره نه دي ثبت په اړه يې معلومات نه لري.

سرې مياشتې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې له بېځايه شويو خلکو سره مرستې وکړي.

خو د هلمند حکومتي چارواکي د سرې مېاشتې ادعا ناسمه بولي .

دوى وايي دا ډول معلومات نشته چې ګنې خلکو دې د ناامنۍ له کبله سيمه پرې ايښې وي.

د والي وياند داود احمدي وايي له مارجې څخه ښايي يوازې هغه کسان وتلي وي چې فکر کوي له دغه ځايه په وتو سره به يې اقتصادي حالت ښه شي.

د هلمند عمليات د روان زېږدي کال د فبرورى په نيمايي کې پيل شول چې پکې شاواخوا ١٥٠٠٠ افغان او ناټو ځواکونو گډون درلود .

هغه مهال افغان او بهرنيو ځواکونو دواړو ويل چې د دغو پوځي عملياتو موخه د طالبانو شړل او په سيمه کې د خوندي چاپيريال او ښې حکومتوالۍ رامنځته کول دي.

خو ويل کېږي حکومت او نړيوالې ټولنې هغه ژمنې نه دي پوره کړي چې له عملياتو وړاندې يې له خلکو سره کړې وې.