سور صليب طالبانو ته د روغتيايي مرستو روزنه ورکوي

Image caption سور صليب باور لري چې د دوی لومړنۍ روغتيايي مرستې به د جګړې له امله د رامنځته کېدونکو ځاني زيانونو کچه يو څه ټيټه کړي.

د سره صليب نړيواله ټولنه وايي چې په افغانستان کې طالب جنګياليو ته د لومړنيو روغتيايي مرستو روزنه ورکوي .

دغې ټولنې ويلي په دغه هېواد کې يې تر اويا زياتو کسانو ته چې دوی يې وسلوال مخالفين بولي تېره مياشت دغه ډول روزنه ورکړې ده.

د سره صليب په وينا جګړې او دسړکونو بندښت روغتونونو ته د خلکو درسېدو خنډونه دي او دغه ټولنه غواړي چې د دغه ډول روزونه په مرسته ياد شوي خنډونه له منځه يوسي.

دوی هغو کسانو ته چې مخامخ په جګړې کې ښکېل دي د لومړنيو روغتيايي مرستو روزنه ورکوي او دغه ستونزه يې يوه څه هواره کړې هم ده.

دسره صليب نړيواله کمېټه دغه راز افغان امنيتي ځواکونو ته هم د لومړنيو روغتيايي مرستو روزنه ورکوي .

سور صليب وايي له دغو مرستو او روزنې څخه يې موخه يوازې بشري خدمتونه دي چې ټول بشري او نړيوال قوانين يې اجازه ورکوي.

دوی وايي چې تر دې وروسته به هم خپلو دغو هڅو او مرستو ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د روغتيا وزارت هم خپلو سيمه ييزو روغتونونو او کلينکونو ته د مخالفو وسلوالو او جنګيالو د درملنې سپارښتنه کړې وه .