په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځانګړې مرکه: احمدولي کرزی او له بهرنيانو سره يې اړيکي

Image caption احمدولي کرزی د کندهار د ولايتي شورا مشر او د ولسمشر کرزي ناسکه ورور دی چې په کندهار کې تر ټولو دولتي چارواکو ډېر واکمن بلل کېږي.

د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزى چې د ولسمشر حامد کرزي ناسکه ورور دى وايي، په دې وروستيو کې يې له لوېديځ سره يې اړيکي ښه شوي دي .

نوموړي له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل بهرنيانو د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دده په اړه منفي نظر جوړ کړى و.

نوموړي د گاونډيو هېوادونو پر رول هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان او په ځانگړې توگه د کندهار گډوډي او خرابي د دوى د لاسوهنو له کبله ده.

احمدولي کرزی په کندهار او ګاونډيو سوېلي ولايتونو کې تر ټولو واکمن دولتي چارواکی بلل کېږي چې ان په کندهار کې يې د والي په پرتله واک ډېر دی .

ښاغلي کرزي د نشه يي توکو د قاچاق، اداري فساد او حکومتي چارو،کې د لاسوهنې تورونه رد کړل او ويې ويل دا هرڅه د مخالفينو او ځينو لوېديځو رسنيو پروپاگند دى.

ولسمشر حامدکرزي هم امريکا ته د خپل وروستي سفر په پای کې وويل چې له ولسمشر اوباما سره يې د خپل ورور په اړه خبرې اترې کړې او زياته يې کړه امريکايان يې ننګولي چې د احمدولي کرزي پر ضد ورته اسناد وړاندې کړي خو هغوی نه دي بريالي شوي..

څه موده مخکې ولسمشرکرزي د يوه لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي هغې خبرې ته هم سخت او قهرجن غبرګون وښود چې ويلي يې ول : ((احمدولي کرزی به يا ونیسي او یا به يې ووژني.))

د چهارشنبې پر ورځ په سوېل کې د ناټو ځواکونو بريتانيايي قومندان نيک کارټر وويل احمدولي کرزی چمتو شوی دی چې د کندهار د ولايتي ادارې په چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

د بي بي سي د افغانستان ددفتر مشر داود اعظمي کندهار ته تللى او هلته يې له احمدولي کرزي سره د هغه د رول او فعاليتونو په اړه ځانگړې مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي چې دده په فکر په کندهار کې حالات ولې خراب دي؟