له لومړني نوملړه وتلي نوماندان بيا نومليکنه کوي

Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي له لومړني نوملړ څخه د و تليو 226 نوماندانو له ډلې څخه 21 تنو بيا نومليکنه کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسي جرګې د نوماندانو له لومړني نوملړ څخه وتلي کسان کولای شي بېرته نومليکنه وکړي .

د کمېسيون په وينا دوی به بېرته له سره خپل اسناد او اړين رای کارټونه راټولوي او دټاکنو دفتر ته به يې سپاري .

دنومليکنې دغه بهير د غبرګولي پر 4 پيل او تر اتمې به روان وي .

د ټاکنو کمېسيون ددغه بهير د نوي کولو پرېکړه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له سپارښتنې وروسته کړې ده .

وړاندې د ټاکنيزشکايتونو کمېسيون ويلي ول ، له لومړني نوملړ څخه د وتليو نوماندانو د شکايتونو پر بنسټ بايد هغوی ته يو ځل بيا وخت ورکړل شي چې له سره نومليکنه وکړي.

د ولسي جرګې د نوماندانو له لومړني نوملړ څخه د 226 کسانو نومونه ايستل شوي ول.

ويل کېږي د وتليو ډېرو کسانو په اسنادو کې نيمګړتياوې وې، خو يو شمېر کسان داسې هم ول چې اسناد يې سم مګر د ټاکنو د کمېسيون په ډېټابېس کې د نشتوالي له امله له لومړني نوملړ څخه ايستل شوي ول .

د ټاکنو کمېسيون وايي تر دې مهاله بېرته 21 کسانو خپل نومونه او اسناد د ټاکنو کمېسيون ته سپارلي اوله سره يې نومليکنه کړې ده .

د قانون له مخې به وروسته بيا ددغو خلکو اسناد کتل کېږي چې سم به د نوماندانو ليست ته ورګډېږي او نيمګړي به يې وځي.

د ولسي جرګې لپاره نژدې دوه نيمه زره کسان ولاړ دي چې 386 تنه مېرمنې او 56 تنه کوچيان دي .

ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرګې ټاکنې د وږي په ٢٧مه، تر سره شي .