د مولوي فضل الله د وژنې په تړاو څېړنې روانې دي

مولوي فضل الله
Image caption مولوي په سوات کې دطالب جنګياليو مشر و چې په 2009 کال دغلته د پاکستاني پوځ له عملياتو وروسته و تښتېد.

د افغانستان دپوليسو چارواکي وايي د هغو ريپوټونو په اړه څېړنې کوي چې وايي د دغه هېواد په ختيځ کې د جګړې په پايله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوی دی .

سرحدي پوليس وايي په سوات کې دپاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله په نورستان ولايت کې وژل شوی دی .

خو د ښاغلي فضل الله مرستيال بي بي سي ته وويل چې نوموړی دغلته نه په کومه جګړه کې ښکېل شوی او نه هم وژل شوی دی .

پاکستاني پوځ هم ويلي د ملافضل الله د وژل کېدو د پخلي لپاره په کار ده چې د هغه د وژل کېدو انځورونه پيدا او وکتل شي .

د ريپوټونو له مخې مولوي فضل الله په 2009 کال کې پر سوات باندې د پاکستاني پوځ تر ولکې وروسته له هغه ځايه وتښتېد .

له تېرو څو ورځو راهيسې د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو ياغيانو تر منځ نښتې روانې دي .

که څه هم افغان طالبان دا نه مني خو ځينې راپورونه وايي په دغو نښتو کې لسګونه پاکستاني طالبان هم برخه لري .