پاکستان: د احمديانو پر جوماتونو بېرته پوليسو ولکه کړې

Image caption په لاهور کې د احمديانو پر ضد بريدونه په پاکستان کې د دغې ډلې پر ضد تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي.

پاکستاني پوليس وايي په لاهور کې يې د هغو دوو جوماتونو ولکه بېرته تر گوتو کړې چې پرون د ځانمرگو بريدونو نښه وو.

په دغو بريدونو کې تر اوياوو ډېر وگړي وژل شوي دي. په دغو دواړو جوماتونو کې د محمديه فرقې غړي د جمعې لمانځه ته ټول شوي وو چې ټوپکمارو پرې بريد وکړ.

پر دغې فرقې مخکې هم اسلامي اورپکو بريدونه کړي او هغوى له حکومت څخه بيا بيا غوښتي چې د خونديتوب غم يې وخوري.

احمديان د نولسمې پېړۍ د روحاني ميرزا غلام احمد لارويان دي. دوى د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د خداى وروستى استازى نه بولي، جهاد ردوي او هغه څه ته بد وايي چې د اسلام سياسي کېدل يې بولي.

د اويايمو کلونو تر لومړيو پورې احمديان د اسلام يوه جلا او کوچنۍ څانگه بلل کېده، خو په ١٩٧٤ کال کې پاکستان لومړى هېواد شو چې په اساسي قانون کې يې د بدلون له لارې، هغوى د اسلام له دينه و ويستل.

دا کار د ولس له خوا غوره شوي حکومت د خورا ځواکمنو سخت دريځو تر فشار لاندې وکړ.

په اتيايموکلونو کې د جنرال ضيا د پوځي واکمنۍ پر مهال چې ټولنه نوره هم اسلامپالې شوه، احمديان نور هم کافر وبلل شول.

هغوى ته لارښوونه وشوه چې ځانونه مسلمان ونه بولي او داسې قوانين يې را و ويستل چې احمديان ورسره د اسلامي ټکو او جملو په کارولو، مجازات کړي.

له هماغه مهاله ډېرئ لوستي احمديان چې له هېواده يې د وتلو وس درلود، اروپا ته وکوچېدل.

هغوى چې نشواى وتلى، وايي چې پرله پسې د چارواکو د تعقيب او د ټولنې له تبعيض سره مخامخ دي.

د احمديه ټولنې پر غړو پر پرله پسې د کفر تور لگېږي.

باور دی چې د کرکې په بريدونو کې به سلگونه کسان وژل شوي وي.