په نورستان کې سخته جګړه روانه ده

Image caption ويل کېږي چې د نورستان په جګړه کې لسګونه پاکستاني طالبان برخه لري.

له پاکستان سره پر پوله پروت د نارام ولايت نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده .

چارواکي وايي وروستۍ سخته نښته د پنجشنبې پر ماسپښين پيل شوې چې سلګونو طالبانو د برګيمټال پر ولسوالۍ له دريو خواوو څخه بريد کړی دی.

د چارواکو په وينا دا مهال شاخوا څلورسوه پوليس د طالبانو مخې ته ولاړ دي او له دې امله چې پوليس د سيمې خلک دي نو خپل خپلوانو يې هم د دوی د ملاتړ لپاره وسلې اخيستې او له طالبانو سره جنګېږي .

تېره ورځ په جګړه کې ښکېلو پوليس چارواکو د کورنيو چارو له وزارت څخه د بېړنۍ پوځي مرستو غوښتنه کوله او ګواښ يې کاوه چې که مرسته ور و نه رسېږي نو د ولسوالۍ د بايللو او د پوليسو د زياتې مرګ ژوبله وېره شته .

د پنجشنبې پر سهار په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمدزمان مموزي رسنيو ته وويل چې په جګړه کې د سوات د طالبانو مشر مولوي فضل الله هم وژل شوی دی .

خو هغه دا هم ويلي ول چې دوی ته د څو وژل شويو طالبانو جسدونه په لاس ورغلي مګر د مولوي فضل الله مړی پکې نشته .

د ورځو په وروستيو کې د پوليسو يوه بل چارواکي د مولوي فضل الله وژنه رد کړه او ويې ويل چې د وژل شويو طالبانو په ډله کې د مولوي فضل الله او حکيم الله مسيد دوه مرستيالان دي .

په برګيمټال کې له تېرې دوشنبې راهيسې د سلګونو طالبانو او پوليسو تر منځ نښتې روانې دي چې ويل کېږي دواړو لورو ته پکې ځاني زيانونه اوښتي دي.