د نورستان برګيمټال بيا د طالبانو لاسته ولوېده

Image caption دا دويم ځل دی چې د نورستان ولايت دغه لري پرته ولسوالۍ د حکومت له ولکې وزي.

راپورونه وايي تر پرله پسې څو ورځو جګړو،وروسته د نورستان ولايت دبرګيمټال ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.

چارواکي وايي پر يادې شوې ولسوالۍ له څو ورځو راهيسې سلګونو طالبانو چې ويل کېږي يو شمېر يې پاکستانيانو ول سخت بريدونه کول .

د جمعې پر ورځ په سيمه کې د پوليسو چارواکو ګواښ کړی و چې که د ځواکونو او تجهيزاتو مرستې ور و نه رسېږي نو ولسوالۍ يې له ګوتو وزي.

حکومت هم وايي چې پر ولسوالۍ يې ولکه له لاسه ورکړې، خو زياتوي پوليسو د شنبې د ورځې پر لسو بجو له ولسوالۍ څخه نژدې غرونو او سيمو ته تاکتيکي شاتګ کړی دی .

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل د پوليسو د شاتګ لامل دا وه چې طالبانو درنې وسلې کارولې او دوی وېرېدل چې که نور مقاومت وکړي نو ولسي خلکو ته زيان اوړي.

نوموړي وويل په برګميټال کې نه ملي پوځ او نه بهرني ځواکونه شته بلکې يوازې پوليس د طالبانو پر وړاندې جنګېدل.

د بشري په وينا برګيمټال ته يې يو ځل تجهيزات ورلېږلي و خو نن بيا تجهيزاتو ته اړتيا وه چې دوی و نه شو کولای چې ور ويې لېږي.

ښاغلي بشري زياته کړه له بهرنيو ځواکونو او افغان پوځ څخه يې هم د مرستې غوښتنه کړې وه .

که څه هم ده يې لامل روښانه نه کړه خو دومره يې وويل چې بهرنيانو او پوځ ورسره مرسته و نه کړه .

بشري وويل چې په تېرو څو ورځو جګړو کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي .

دغه راز ده زياته کړه چې د جګړې پر لومړۍ شپه د طالبانو هم اوه جسدونه د جګړې په ځای کې پاتې ول او دده په وينا وروسته يې زيانونه نور هم زيات شوي دي.

برګيمټال ولسوالۍ د نورستان لري پرته غرنۍ سيمه ده چې يو ځل وړاندې هم طالبانو نيولې وه .