افغانستان: په کونړ کې د ګمبيري د اوبو بند جوړېږي

محمداسماعيل
Image caption د اوبو او برېښنا سرپرست وزير محمداسماعيل د ګمبيري د بند جوړول لويه لاسته راوړنه بولي.

د ګمبيري د برېښنا د غه ستر بند د کونړ ولايت په شګۍ ولسوالۍ کې جوړېږي چې د سروې او څېړنو کار يې د يوه ايراني شرکت له لوري بشپړ شوی دی .

د يکشنبې پر ورځ همدغه شرکت د اوبو او برېښنا له وزارت سره د څه باندې درې ميليونه ډالره په ارزښت ددغه بند د جوړولو تړون هم لاسليک کړ.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزير محمد اسماعيل د تړون د لاسليکولو پر مهال ددغه ستر بند برېښنا او به ، داړه د ختيځو ولايتونو لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله :

(( د شيګۍ په سيمه کې به د کونړ پر سيند د اوبو يو بند جوړ شي چې اوبه، به د يوسلو پېنځه دېرش کليومتره په اوږدو سره تر جلال اباد ښاره رسوي . د بند په پېنځه دېرش کليومتره کې به د برېښنا يو بل بند جوړ شي چې د پېنځه څلوېښت ميګاواټه په وړتيا سره به د برېښنا يوه دستګاه پرې جوړه شي او له دغې برېښنا څخه به کونړ او جلال اباد ګټه اخلي. ))

د چارواکو په وينا د ګمبيري بند به د برېښنا پر توليد سربېره نژدې څلوېښت زره هکټاره کرنيزه ځمکه هم خړوبوي . په ولسي

جرګه کې د ننګرهار استازی ميرويس ياسيني هم ددغه بند جوړېدل د بيارغونې په برخه کې يو لوی پرمختګ بولي:

(( دغه بند چې پېنځه څلوېښت ميګاواټه برېښنا توليدوي د افغانستان، سيمې او په ځانګړي ډول د ننګرهار ولايت لپاره يو لوی پرمختګ دی ، دغه راز به هغه 32 زره هکتاره ځمکه چې د اوبو له کمښت سره مخامخ خړوبوي او پر دې سربېره اوه زره هکټاره نوره نوې ځمکه به هم خړوبوي چې دا د هېواد د پرمختګ په برخه کې يو لوی ګام دی .))

د اوبو او برېښنا وزارت وايي د ګمبيري د بند زياتې اوبه د جلال اباد د درونټې په بند کې توييږي او په دغه بند کې به د دوبي د اوبو دوديز کمښت تر يوه بريد له منځه يوسي.

چارواکي وايي دغه بند چې کار به يې شپږ کاله وخت ونيسي شاوخوا شپاړس زره کسانو ته به پکې کار وموندل شي.