حکومت: برګيمټال ولسوالۍ مو بېرته ونيوله

نورستان
Image caption د برګيمټال ولسوالۍ تېره شنبه طالبانو له څو ورځو پرله پسې جګړو وروسته طالبانو نيولې وه.

د نورستان چارواکي وايي تر شاوخوا يوې اونۍ وروسته يې ددغه ولايت د برګيمټال ولسوالۍ بېرته له وسلوالو طالبانو څخه ونيوله .

والي جمال الدين بدر بي بي سي ته وويل ولسوالۍ برايي نهه بجې له جګړې او زيانونو پرته د دوی د ځواکونو ګوتو ته ورغلې ده .

ده وويل ولسوالي سلګونه بهرني او کورني اورپکي يې تر هغه وروسته له ولسوالۍ څخه وشړل چې له مرکز څخه ورته نوي ځواکونه او پوځي مرستې ورسېدې.

د ښاغلي بدر په وينا د ولسوالۍ د بېرته نيولو پر مهال جګړه نه ده شوې او د زيانونو په اړه هم معلومات نه لري .

د ولسوالۍ د سقوط پر مهال هم ويل کېدل چې د پوځي مرستو د کمښت له امله طالبانو نيولې، که څه هم حکومت دغه خبره نه منله.

د تېرې شنبې پر ورځ افغان ځواکونو وويل چې له برګيمټال څخه يې تر هغه وروسته تاکتيکي شاتګ وکړ چې سلګونو طالبانو پرې څو ورځې پرله پسې بريدونه کول او ورسره د ولسي خلکو د زيان وېره په ډېرېدو وه.

د نورستان ددغې لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ ساتنه له تېر کال راهيسې چې امريکايي ځواکونو خوشې کړه د ځايي رضاکارانو او د ولسوالۍ د پوليسو پر غاړه وه .

خو دغه ولسوالۍ تېر دوبی هم يو طالبانو نيولې وه.

والي جمال الدين بدر وايي دا ځل به هغه ټولې نيمګړتياوې او کمزورۍ له منځه وړي چې دوه ځله يې طالبان پر ولسوالۍ واکمن کړل.

هغه وويل ډېر پام به د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته وکړي چې دده په وينا اورپکې پرې افغانستان ته تګ راتګ کوي.

طالبانو لا تر اوسه د برګيمټال ولسوالۍ د بايللو په اړه څه نه دي ويلي.