د سولې د جرګې کېږدۍ ته نژدې ۲ ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول

کابل
Image caption کاب ښار وړاندې هم د راکټي بريدونو شاهد و .

په داسې حال کې چې په کابل کې د افغانستان د دولت له مخالفينو سره د سولې پر سره ملي مشورتي جرګه پيل شوه، د دغې جرګې تالار ته څېرمه دوه توغندي ولګېدل.

فاروق وردګ وويل د جرګې لوېديځ ته په يوه کور کې درې ځانمرګي بريد کوونکي ځای پرځای شوي ول چې په وينا يې د ار پي جي سيون په وسیله پر جرګه بريدونه وکړي.

ښاغلي وردګ وويل چې دوه ځانمرګي بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول، او يو ژوندی ونيول شو.

نوموړي زياته کړه چې بريد کوونکي د ښځو په جامو کې راغلي ول.

مخکېنۍ مالومات

لومړی توغندی هغه مهال ولګېد، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جرګې ګډونوالو ته وينا کوله.

کرزي وويل چې دا ډول توغندي به راځي، خو د کومې اندېښنې وړ خبره نه ده.

د راکټ د توغولو ځای لا نه دی مالوم .

دویم راکټ بیا د افغانستان د مشرانو جرګې د رييس صبغت الله مجددي د خبرو پرمهال وتوغول شو، چې د جرګې ګډونوالو يې هم غږ واورېده.

د توغندي له توغولو وروسته ښاغلی مجددي يوه شېبه چوپ شو، خو وويل چې ''دا هسې د خلکو د ترهلو لپاره توغول شوی دی.''

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې پر خپلو ځايونو ارامه کښيني.

د راکټ په بريد کې څوک نه دي خوږ شوي.

بل خوا په کابل کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي د جرګې خېمې ته نژدې څو تنه وسله وال بريد کوونکي ووژل شو.

خو افغان پوليسو ويلي چې یوه ځانمرګي بريد کوونکي خپل ځان والوځاوه، خو چاته يې مرګ ژوبله وانه ړوله .

عيني شاهدانو ویلي تر ډېره وخته يې د ډزو غږونه اورېدل.

د حزب اسلامي يوه تن وياند قاري منصور بي بي سي ته له يوه نامالومه ځایه د تيلې فون پر کرښه وویل توغندی دوی توغولی او غواړي چې نور توغندي هم وتوغوي.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې بريد د دوی يوه غړي کړی.

د دغې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد ویلي بريد کوونکی د دوی د ډلې يو غړی و، او دې ته ورته د نورو بريدونو ګواښ يې هم وکړ.