کرزی:'مرورو طالب وروڼو ته دا د پخلاينې ښه وخت دی'

د سولې جرګه

نننۍ جرگه، هغه لويه جرگه نده چې په اساسي قانون کې د بدلون واک لري.

په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګه پرانيستل شوه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پرانیستلو په غونډه کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې يادې کړې.

ده وويل که څه هم په هېواد کې ډېر پرمختګ وشو، خو امنيت رانغی، چې د امنیت نه راتلو لاملونه يې په ډاګه کړل.

کرزي وويل چې په هېواد کې د سولې د نه راتلو درې لاملونه دي.

ده زياته کړه چې طالبانو تر راپرځېدو وروسته د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې طالبان ورته تسليم شول.

نوموړي وويل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته طالبان په کور کښېناستل، خو په يوه او بل نامه سخت وځورېدل، چې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

ده وويل : ''خارجيانو هم داسې کارونه وکړل چې د طالب په نامه يې خلک وځورول او خپل هېواد يې پرېښود . په زرګونو داسې طالبان او حزب اسلامي کې داسې کسان شته، چې نه د دې خاورې او نه د خلکو دښمنان دي، خو دلته ځای نه لري، زه شخصاً داسې کسان پېژنم، چې په جهاد کې له موږ سره يوځای وو، خو اوس پرې خبر يم چې پاکستان ته يې پښې سپکې کړې، او دلته د ارام ژوند کولو ځای نه لري. موږ دوی ته د راتلو هرکلی وایو او زموږ غېږه ورته خلاصه ده.''

کرزي وويل هر هغه څوک چې زموږ له هېواده د زور زياتي او يا نورو لاملونو له کبله تښتېدلي، بېرته هېواد ته د ستنېدو هرکلی ورته وایو.

کرزي وويل چې حکومتي چارواکو هم ناوړه کارونه وکړل، چې دا د ناامنۍ اصلي لامل شو، او خلک اړ شول چې ټوپک ته لاس کړي.

کرزي وويل د نا امنیو دويم لامل زمو ږ د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه وه:

''ګاونډيو هېوادونو وسله والو او اورپکو ته ځای ورکړ، اډې يې پکې جوړې کړې، او زموږ د هېواد خلک يې وځپل، زموږ علماء يې ووژل، عام خلک یې ووژل او خپل هېواد ته يې د ستنېدو لاره نه وه. ''

حامد کرزی

حامد کرزي د خپلې وينا په پای کې وويل د جرګې غړو چې هر راز پرېکړه وکړه، هغه د ده لپاره د منلو وړ ده.

حامد کرزي پر ټولو وسله والو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

نوموړي وويل:'' وسله وال وايي ترهغه به خبرو ته غاړه کښېنږدي، چې بهرنيان له دې هېواده ونه وځي، خو خارجيان وايي تر هغه به له افغانستان څخه ونه وځي، چې وسله وال يې نه وي مات کړي، دا په دې مانا ده چې دواړه سره جوړ دي.''

کرزي وویل چې د افغانستان امنیتي چارې بايد خپله افغانانو ته وسپارل شي، د زندانونو د سنبالښت چارې باید افغانان په لاس کې واخلي.

کرزي وويل چې د روان ۱۳۸۹ کال د دلوې/سلواغې تر لسمې نېټې پورې به په هېواد کې ټول زندانونه افغان چارواکو ته سپارل کېږي.

ولسمشر کرزي وویل نړیوال په دې ورسره سلا شوي چې د سولې په بهير کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي، خو د هغه په وينا اوس کار 'د افغانستان د حکومت او د ناراضه وروڼو په لاس کې دی چې د سولې په اړه څه کولی شي.'

حامد کرزي د خپلې وينا په پای کې وويل د جرګې غړو چې هر راز پرېکړه وکړه، هغه د ده لپاره د منلو وړ ده.

د جرګې ګډونوال

د پرانيستو په غونډه کې د دغې جرګې د جوړولو د چارو مسؤول او د پوهنې وزير ډاکتر غلام فاروق وردګ د جرګې د ګډونوالو کتګورۍ په لاندې توګه په ډاګه کړې:

  1. د پارلمان د مجلسينو غړي.
  2. د مشرانو جرګې هغه غړي چې د کار موده يې په ۱۳۸۸ کال کې پای ته رسېدلې ده .
  3. ولايتي شوراګانو استازي.
  4. د پخوانۍ کابينې وزيران او دولتي مسوولین.
  5. د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړي.
  6. د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ښځې.
  7. د هېواد مخور قومي مشران.
  8. د کوچيانو استازي.
  9. د عملي او فرهنګي موسسو استازي.
  10. د معيوبیينو او معلولینو استازي.
  11. پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازي.
  12. په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو استازي.
  13. د صنعتګارانو او ملي سوداګرو استازي.

د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره په کابل ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

ټاکل شوې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه سلګونه استازي په کابل کې له طالبانو او نورو مخالفينو سره د روغې جوړې پر څېړلو سره جرګه شي.

د دغې جرګې د رابللو ولسمشر کرزي تېر کال تر بیا غوره کېدو وروسته کړې وه، چې په هېواد کې وسله وال مخالفت پای ته ورسوي .

خو په جرګه کې د وسله والو مخالفينو نه ګډون د هغې د بري په اړه پوښتنې راپورته کړې دي .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی رسماً دغه جرګه په خپله وينا پرانيزي.

دغې جرګې ته په سلګونو تنه راغوښتل شوي چې په کابل کې په يوه لويه سپينه کېږدۍ کې سره راغونډ شي.

د جرګې د پيل لپاره د کورنيو چارو وزارت سخت امنیتي تدبيرونه نيولي دي .

د کورنيو چارو وزارت وايي زرګونه پوليس او امنيتي ساتونکي يې په دندو ګمارلي داسې نه چې د جرګې پرمهال کومه ناوړه پېښه وشي.

د جرګې د مشر ټاکل

د جرګې نننۍ مهمه برخه د هغې پرانيستنه ده، چې د ولسمشر کرزي په وينا په پرانيستل شي.

بيا د جرګې د مشر ټاکنه ده چې د جرګې د غړو لخوا به ټاکل کېږي.

د جرګې مشر دنده لري چې د دغې درې ورځنۍ جرګې چارې پر مخ بوځي ، تر هغه وروسته که څه هم د جرګې اجنډا مالومه ده، خو بيا هم دغه اجنډا ټاکل کېږي.

''په مجموعي توګه په کابل ښار کې ۱۵ زره پوليس لرو، چې ټول تيارسۍ ولاړ دي، په دې کې د کورنيو چارو، دفاع وزارت او ايساف ځواکونو سرتېري د امنيتي فضا د رامنځ ته کولو ګډه هڅه کوي.''

زمری بشري

د جرګې شاوخوا ۱۶۰۰ غړي به پر نژدې ۳۰ کميسيونونو وېشل کېږي چې هره ډله به په کوچنيو خېمو کې د جرګې د اجنډا پر سر بحثونه کوي او پلان به جوړوي .

د ټولو ګډونوالو وړانديزونه به د جرګې کمېسيون ته ورکول کېږي او هغه به دا ټول وړانديزونه سره يوځای کوي او بالاخره په درېيمه ورځ به د جرګې غړو ته د يوه پرېکړه ليک په توګه وړاندې کېږي.

افغان حکومت وايي چې ډلو ته يې بلنه نه ده ورکړې، بلکې افراد يې راغوښتي، خو چارواکي وايي دا مهمه نه ده چې کوم فرد په جرګه کې برخه اخلي، بلکې دا مهمه ده چې د کوم نظر خاوندان په جرګه کې ګډون کوي.

د سولې د جرګې ملاتړي او مخالفين

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په کابل کې د سولې د جرګې جوړېدل د افغانانو لپاره يو بری بللی او ژمنه یې کړې چې د افغان ولس ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم کرزي ته د سولې د جرګې ملاتړ په ډاګه کړی دی .

د برتانيا حکومت د افغانستان د سولې د جرگې ملاتړ کړى او صدراعظم ډېوېډ کامران په دې اړه پرون له ولسمشر حامد کرزي سره غږېدلى دى.

د صدرات د ماڼۍ له خوا په خپره شوې وينا کې راغلي چې صدراعظم له ولسمشر سره د جرگې پر ارزښت يوه خوله و او د هغې هر ډول ملاتړ يې ښودلى دى.

صدراعظم کامران ټينگار کړى دى چې د جرگې د پرېکړو پلي کېدل خورا مهم دي.

خو له حکومت سره په وسله واله مبارزه بوختو دواړو لويو ډلو د جرگې مخالفت کړى دى.

طالبانو رسنيو ته په استولې وينا کې هغه د پرديو يوه دسيسه او د بهرني ښکېلاک د اوږدلو پلمه بللې ده.

دوی وايي چې دغه جرګه د خلکو په سترګو کې د خاورو شيندل دي .

په داسې حال کې چې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند يې پر بري له دې امله شک ښودلى چې بېواکه ده.

د دواړو دغو ډلو استازي د کابل جرگې ته نه دي بلل شوي.

ښه نو چې داسې ده، دا جرگه د بري څومره چانس درلودلى شي؟ د بي بي سي خبريال پوډ په دې اړه داسې څېړنه لري:

په افغانستان کې چې کله د خورا مهمو پرېکړو وخت شي، نو جرگه رابلل کېږي.

د جرگې ماته يا برى به په پاى کې په دې پورې تړلى وي چې د همدغو عادي وگړو –د کليو او بانډو ددغو عادي بزگرو غبرگون چې په ناټو پسې يې وسلې راخيستې دي، څه دى.

د اوسني افغانستان بنسټ په ١٧٤٧ کال کې د لويې جرگې له خوا ايښودل شوى و.

ولسمشر کرزى هم هغه مهال چې بهرني ځواکونه افغانستان ته ورسېدل، د همداسې يوې جرگې له خوا واک ته ورسول شو.

خو نننۍ جرگه، هغه لويه جرگه نده چې په اساسي قانون کې د بدلون واک لري.

ددې پرځاى يې نوم "د سولې مشورتي جرگه" غوره شوى دى، نو ځکه يوازې سلاکار ماهيت لري.

شاوخوا ١٦٠٠ استازي به چې د ټول هيواد قومي مشران، روحانيون، د پارلمان غړي او نور مخور په کې راځي، گډون په کې کوي. آجندا به يې چې ولسمشر کرزي غوره کړې له طالبانو سره پر خبرو او هغوى ته د داسې هڅونو په ورکولو راټوله وي چې وسلو ايښودلو ته زړه ښه کړي.

ولسمشر کرزي ته يوه نژدې چارواکي ماته وويل: " خلک به له دې پيغام سره بېرته خپلو کليو ته ځي چې حکومت او نړيواله ټولنه په رېښتيا سره غواړي چې نوره د جگړې دا بدمرغي پايته ورسېږي."

خو ښايي د ولسمشر کرزي خپله هڅه دا وي چې لاس يې په دې سره – هم د امريکا په وړاندې چې له طالبانو سره پر غږېدو شک لري او هم د طالبانو په وړاندې- پياوړى شي.

هيلري کلنټن

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په کابل کې د سولې د جرګې جوړېدل د افغانانو لپاره يو بری بللی او ژمنه یې کړې چې د افغان ولس ملاتړ ته به دوام ورکړي.

نړيواله ټولنه بې له شکه هيله منه ده چې د ښو شرايطو په چمتو کولو سره ډېرئ ياغيان رېښتيا هم له جگړې نه لاس اخيستو ته چمتو شي.

په افغانستان کې د ناټو تر ټولو جگپوړي ملکي استازي مارک سېډويل وويل: "ډېرئ يې ستړي دي او اکثريت يې غواړي چې د نورو په څېر د آزاد سياست ډگر ته راووځي. ډېرئ نور يې غواړي چې خپلو کليو او مېنو ته ستانه شي."

خو که جرگه د سولې يوه کنفرانس ته ورته وي، نو دا يو- اړخيزه برېښي. د ياغيانو مشران په کې نشته. د ياغيانو لويه غوښتنه داده چې بهرني ځواکونه هيواد پرېږدي.

طالب مشران به تر څو چې دغه کار نه وي شوى، له افغان حکومت سره هېڅ ډول راشه درشه ونه کړي. خو کېدلى شي چې د طالبانو په مشرتابه او ډېرئ عادي غړو کې يې پر دې خبره بېلتون پيدا شوى وي.

د ناټو باور دادى چې د طالبانو له څلورو درې برخې د خپل کور – کلي تر څنگ جنگېږي. داسې گڼل کېږي چې که د دغو سيمه ييزو طالبانو د زړه آواز واورېدل شي (او تر ټولو مهم دا چې کار ورته پيدا شي) ښايي خوا واړوي.

خو که دا کار هم وشي نو هغوى چې روغه نه مني او عقيدوي جنگېږي، لا به هم توپک په لاس ولاړ وي. افغان حکومت ددغو عادي طالبانو د راخپلولو پر سر له سخت دريځو سره په سيالۍ اخته دى.

د جرگې ماته يا برى به په پاى کې په دې پورې تړلى وي چې د همدغو عادي وگړو –د کليو او بانډو ددغو عادي بزگرو غبرگون چې په ناټو پسې يې وسلې راخيستې دي، څه دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .