کابل: د سولې مشورتي جرګه روانه ده

جرګه
Image caption د جرګې شاوخوا يو نيم زر استازي به نن په اته ويشتو کمېټو کې د جرګې د اجنډا په اړه بحثونه کوي.

د سولې ملي مشورتي جرګه نن په دويمه ورځ په کابل کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د جرګې اته ويشت جرګه ګۍ او کمېټې پخپل منځ کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کوي .

دا مهال په 19مه، کمېټه کې پر دې بحث روان دی چې د ملګرو ملتونو دامنيت شورا تور ليست دې له منځه ولاړ شي چې سولې ته لاره هواره شي .

په دغه ليست کې د طالبانو د يو شمېر مشرانو نومونه دي.

دغه راز ياده شوې جرګه ګۍ پر دې هم بحث کوي چې د جنګي مجرمينو د محاکمې لپاره دې هم يوه محکمه جوړه شي.

د چارواکو په وينا نن په جرګه کې د کميټو کارونه دوام لري او تمه ده چې د ورځې په وروستيو کې به د بحثونو پايلې اعلان شي .

د جرګې اداري پلاوی وايي سلګونه استازي په وړو جرګه ګيو کې تنظيم شوي او نن به د ورځې په اوږدو کې د جرګې په مشخصه اجنډا کار کوي چې دوی ته مخکې له مخکې ورسپارل شوې ده .

تېره ورځ د جرګې اداري پلاوی په انتصابي ډول غوره شو ، خو جرګه ګيو بيا پخپل منځ کې د رييس او منشي لپاره ټاکنې وکړې .

دوی به نن خپل داخلي طرزالعمل ته په کتو سره خپل منځي بحثونه کوي .

د جرګې د اداري پلاوي په وينا سبا ته د جرګې وروستۍ ورځ ده او تر غرمې مخکې به د کاري کمېټو کارونه سره راغونډېږي ، دهرې کمېټې پرېکړې به اعلانيزې او پرېکړه ليک به جوړېږي.

دوی وايي پرېکړه ليک به تر غرمې وروسته اعلان شي او تمه داسې ده چې ولسمشر کرزی به هم د جمعې د ورځې په وروستيو کې جرګې ته وينا وکړي.

د جرګې اړتيا

د سولي ملي مشورتي جرګه چې شاوخوا 16 سوه غړي لري تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي پخپلو خبرو پرانيستله او د تېرو څو کلونو د لاسته راوړنو د يادولو ترڅنګ يې وويل چې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلی دی .

هغه ددې کار لپاره درې لاملونه ياد کړل .

ښاغلي کرزي وويل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته طالبان په کور کښېناستل، خو په يوه او بل نامه سخت وځورېدل، چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

ده وويل : ''خارجيانو هم داسې کارونه وکړل چې د طالب په نامه يې خلک وځورول او خپل هېواد يې پرېښود . په زرګونو داسې طالبان او حزب اسلامي کې داسې کسان شته، چې نه د دې خاورې او نه د خلکو دښمنان دي، خو دلته ځای نه لري، زه شخصاً داسې کسان پېژنم، چې په جهاد کې له موږ سره يوځای وو، خو اوس پرې خبر يم چې پاکستان ته يې پښې سپکې کړې، او دلته د ارام ژوند کولو ځای نه لري. موږ دوی ته د راتلو هرکلی وایو او زموږ غېږه ورته خلاصه ده.''

ښاغلي کرزي وويل هر هغه څوک چې زموږ له هېواده د زور زياتي او يا نورو لاملونو له کبله تښتېدلي، بېرته هېواد ته د ستنېدو هرکلی ورته وايو.

کرزي وويل چې حکومتي چارواکو هم ناوړه کارونه وکړل، چې دا د ناامنۍ اصلي لامل شو، او خلک اړ شول چې ټوپک ته لاس کړي.

ده زياته کړه د نا امنيو دويم لامل زمو ږ د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه وه:

''ګاونډيو هېوادونو وسله والو او اورپکو ته ځای ورکړ، اډې يې پکې جوړې کړې، او زموږ د هېواد خلک يې وځپل، زموږ علماء يې ووژل، عام خلک یې ووژل او خپل هېواد ته يې د ستنېدو لاره نه وه. ''

حامد کرزي د خپلې وينا په پای کې وويل د جرګې غړو چې هر راز پرېکړه وکړه، هغه د ده لپاره د منلو وړ د او پر ټولو وسله والو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

نوموړي وويل:'' وسله وال وايي ترهغه به خبرو ته غاړه کښېنږدي، چې بهرنيان له دې هېواده ونه وځي، خو خارجيان وايي تر هغه به له افغانستان څخه ونه وځي، چې وسله وال يې نه وي مات کړي، دا په دې مانا ده چې دواړه سره جوړ دي.''

ښاغلي کرزي وويل چې د افغانستان امنيتي چارې بايد خپله افغانانو ته وسپارل شي، د زندانونو د سنبالښت چارې بايد افغانان په لاس کې واخلي.

دده په وينا د روان ۱۳۸۹ کال د دلوې/سلواغې تر لسمې نېټې پورې به په هېواد کې ټول زندانونه افغان چارواکو ته سپارل کېږي.

ولسمشر کرزي وويل نړيوال په دې ورسره سلا شوي چې د سولې په بهير کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي، خو د هغه په وينا اوس کار 'دافغانستان د حکومت او د ناراضه وروڼو په لاس کې دی چې د سولې په اړه څهکولی شي.'

حامد کرزي د خپلې وينا په پای کې وويل د جرګې غړو چې هر راز پرېکړه وکړه، هغه د ده لپاره د منلو وړ ده.

د جرګې ګډونوال

د سولې په ملي مشورتي جرګه کې ددغو کټګوريو استازي برخه لري:

  1. د پارلمان د مجلسينو غړي.
  2. د مشرانو جرګې هغه غړي چې د کار موده يې په ۱۳۸۸ کال کې پای ته رسېدلې ده .
  3. ولايتي شوراګانو استازي.
  4. د پخوانۍ کابينې وزيران او دولتي مسوولين.
  5. د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړي.
  6. د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ښځې.
  7. د هېواد مخور قومي مشران.
  8. د کوچيانو استازي.
  9. د عملي او فرهنګي موسسو استازي.

10. د معيوبيينو او معلولينو استازي.

11. پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازي.

12. په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو استازي.

13. د صنعتګارانو او ملي سوداګرو استازي.

امنيتي تدابير

دسولي ملي مشورتي جرګه د کابل په پوليتخنيک کې د لويې جرګې په کېږدۍ کې جوړه شوې ده .

د جرګې سيمې ته نژدې سړوکونه او لارې بندې دي او شاوخوا په هره کوڅه او څلور لارې کې پوليس او امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي .

امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د تېرې ورځې په څېر د احتمالي توغنديو او ډزو مخه و نيسي .

تېره ورځ د جرګې له پيل سره سم چې ښاغلي کرزي وينا کوله د توغندي غږ واورېدل او وروسته معلومه شوه چې د جرګې کېږدۍ ته څېرمه دوه توغندي لګېدلي ول.

فاروق وردګ وويل د جرګې لوېديځ ته په يوه کور کې درې ځانمرګي بريد کوونکي ځای پرځای شوي ول چې په وينا يې غوښتل يې د ار پي جي سيون په وسيله پر جرګه بريدونه وکړي.

ښاغلي وردګ وويل چې دوه ځانمرګي بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول، او يو ژوندی ونيول شو.

نوموړي زياته کړه چې بريد کوونکي د ښځو په جامو کې راغلي ول.

دغه راز تر ډېره وخته پورې د جرګې د کېږدۍ لوېديځ ته د افشار په سيمه کې تر ډېره وخته ډزې هم روانې وې .

وسلوالو طالبانو د بريدونو او ډزو پړه پر غاړه اخيستې وه او ګواښ يې کړی و چې دوی به خپلو بريدونو ته نور هم دوام ورکړي .