کشاف: د سولې لپاره د استازو ډېر وړانديزونه ورته ول

د جرګې غړي
Image caption د جرګې ډېری استازي ټينګار کوي چې په لاره که وي خو په افغانستان کې بايد سوله راشي .

د جرگې په ٢٨ کمېټوکې چې دافغانستان د سولې د بهير د پيل لپاره لارې چارې لټوي استازو لسگونه وړانديزونه کړي چې ډېر يې سره ورته دي .

د ټولو وړانديزو موخه يوه او هغه دا ده چې د سولي د بهير لپاره يو عملي مکانيزم رامنځ ته کړي چې سبا به يې څرنگوالى په ډاگه شي .

خو هغه څه چې تر دې مهال د جرگې مرستيال قيام الدين کشاف په وروستيو ساعتونو کې خبريالانو ته په ډاگه کړل د ورته جرگو دوام ، د اور بند رامنځ ته کول ، د خبرو اترو راتلونکو جرگو ته واک ورکول ، له زندانونو دطالب بنديانو خوشي کول ، او جرگې ته د پرېکړو بشپړ واک ورکول و .

له ښاغلي کشافه ددغه تضمين د وړانديز په اړه گنې پوښتنې وشوې خو ده وويل چې په دې اړه به سبا د جرگې په پاى کې بشپړ وړانديز ، وړاندې او ټولو ته به يې له هره اړخه توضيح کړي.

د جرگې مرستيال وويل چې د جرگې د استازو ډېر ټينگار په دې وو چې دغه ډول جرگې او د سولې لپاره دې هڅې پراخې او دوام ومومي .

ښاغلي کشاف وويل د جرګې د استازو بل مهم وړانديز دا و چې د سولې د تينګښت لپاره دې هم هغسې يو نړيوال ايتلاف جوړ شي لکه چې د ترهګرۍ پر ضد رامنځته شوی دی .

په دغو ټولو ورکړل شويو نظرونوکار روان دي چې ورته نظرونه سره يو او سبا د جرگې عمومي غونډې ته اعلان شي .

افغان ولسمشر تمه لري چې جرگه به د سولې د پر مختيا لپاره اغېزناکې لارې او له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره يو چوکاټ جوړ او د عملي کېدو لپاره به يې يو مکانيزم رامنځته کړي.