کرزی: مخالفين دې له دې موقع استفاده وکړي

کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وويل د جرګې ټولې غوښتنې او وړانديزونه مني.

ولسمشر حامد کرزی د جرګې وروستی ويناوال و .

هغه پخپلو خبرو کې وويل چې د جرګې ټولې لارښوونې او وړانديزونه به په پام کې نيسي او په ځانګړي ډول يې ژمنه وکړه چې د مخالفينو هغه بنديان به ژر تر ژره خوشې کړي چې جرګې يې غوښتنه کړې وه .

هغه پر طالبانو او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند پر غړو غږ وکړ: (( له دې موقع څخه استفاده وکړیء او راشیء خپله خاوره پر خپل لاس اباده کړو، داسې موقع لږ لږ برابرېږي.))

دغه راز هغه له خپلو مخالفينو څخه وغوښتل چې د جرګې غوښتنو ته غاړه کېږدي او په هېواد کې د سولې د راوستلو په برخه کې هڅې وکړي .

ښاغلي کرزي د جرګې پرېکړه ليک د خپل حکومت لپاره يو لارښود و باله او زياته يې کړه چې په پلي کولو يې ځان مکلف بولي.

نوموړي د سعودي عربستان، جاپان او ترکيې په ګډون د يو شمېر هېوادونو مننه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کوي.

Image caption تمه ده چې د سولي مشورتي جرګه به نن پای ته ورسېږي او د ورځې په وروستيو کې به خپل پرېکړه ليک اعلان کړي

د جرګې د مرستيال وينا

د سولي د مشورتي جرګې مرستيال مولوي قيام الدين کشاف د جرګې پرېکړه ليک ولوست.

د پرېکړه ليک په لومړۍ ماده کې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتل شوي چې د سولې او امنيت د راتګ په اړه د افغان ولس غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د پخلاينې او مفاهمې لاره غوره کړي .

د پرېکړه ليک په دويمه ماده کې له دولته غوښتل شوي چې د سولې د بهير د پيل لپاره د جرګې پرېکړې په پام کې و نيسي او د سولې لپاره يوه هر اړخيزه ستراتيژي جوړه کړي.

د پرېکړه ليک په درېيمه ماده کې ويل شوي چې د سولې هڅې بايد د نظام لاسته راوړنې او قانوني ارزښتونه تر پښو لاندې نه کړي.

په پرېکړه ليک کې په جګړه کې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتل شوي چې تر سولې وړاندې داسې مخکيني شرطونه وړاندې نه کړي چې د سولې خبرې اترې ناشونې کوي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې له دولته غوښتل شوي چې د ښه نيت د څرګندولو په موخه هغه کسان خوشې کړي چې د ناسمو راپورونو او يا نا ثابت شويو تورنو له امله په زندانونو کې پراته دي.

جرګې پر دولت غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه دې د مخالفينو دنومونو د ايستلو لپاره چټک ګام واخلي.

په پرېکړه ليک کې له افغان او بهرنيو ځواکونو څخه هم غوښتل شوي چې له خپل سرو تلاشيو ، او د کورنو له پلټنو او د ولسي خلکو د استوګنې د سيمو له بمبار څخه ډډه وکړي.

پرېکړه ليک وايي وسلوال ناراضيان بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي او له القاعده او نورو ترهګرو شبکو سره خپل اړيکي وشکوي.

په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې څخه هم غوښتل شوي چې له افغانستان سره اوږدمهالې ژمنې وکړي.

د جرګې د مشر وينا

د سولي مشورتي جرګه لا هم روانه ده او د نن ورځې د دويمې برخې لومړۍ وينا د جرګې د مشربرهان الدين رباني وه.

دده د وينا مهم ټکی دا و چې ويل يې د افغانستان جګړه که کورنی اړخ لري نو بهرني لاسونه او توطيې يې هم تر شادي چې سړېدو ته يې نه پرېږدي .

هغه وويل چې د سولې مشورتي جرګه په څو ساعتونو کې پای ته رسي خو بايد دسولي او امنيت د راوستلو لپاره هڅې روانې وساتل شي .

Image caption ښاغلي رباني وويل چې د سولې هڅې بايد روانې وساتل شي.

ښاغلي رباني وويل چې د جرګې د ټولو غړو ټينګار په دې و، چې په افغانستان کې بايد سوله راشي .

هغه دا هم وويل چې جرګه بايد يوازې «يو نمايشي کار او موقت حرکت» و نه اوسي .

ښاغلي رباني د امنيت او سولې راتګ ډېر مهم و باله او زياته يې کړه له امنيته پرته نه سياسي، نه اقتصادي، نه فرهنګي او نه ټولنيز پرمختګ کېدای شي.

هغه د سولې د جرګې له غړو څخه و غوښتل چې دوی له جرګې وروسته هم د سولې د راتګ لپاره خپلې هلې ځلې روانې وساتي .

ښاغلي رباني پر طالبانو هم غږ وکړ چې جګړه پرېږدي.

هغه طالبانو ته خطاب کې وويل (( ستاسې شرعي او اسلامي غوښتنه څوک نه ردوي.))

د نن ورځې د غونډې پيل

د افغان حکومت له لوري رابلل شوې د سولي مشورتي جرګه نن پر درېيمه ورځ هم خپل کار ته دوام ورکوي .

چارواکي وايي د جمعې د ورځې اجنډا دا ده چې لومړی به د کمېټو د غړو توحيد او راټول او وروسته به د هرې کمېټې نظريات به په يو ځايي توګه عمومي غونډې ته وړاندې شي .

دغه راز به د ورته نظرياتو او مشورو پر بنسټ د سولي د مشورتي جرګې پرېکړه ليک جوړېږي .

د جرګې د سمبالښت د کمېسيون وياند ګل اغا احمدي بي بي سي ته وويل چې له غرمې وروسته به عمومي ناسته رابلل کېږي او د جرګې پرېکړه ليک به اعلانېږي .

وړاندې داسې ګنګوسي ول چې کېدای شي د جرګې کار نورو ورځو ته هم وځنډېږي خو ښاغلي احمدي وويل چې تر دې مهاله ټول کار له پلان او مهال وېش سره سم پرمخ تللی او تمه يې داده چې نن به جرګه پای ته ورسېږي .

خو هغه وويل چې که جرګه اوږدېږي نو دوی يې د سبمالولو لپاره چمتو دي .

وړانديزونه او مشورې

د سولې مشورتي جرګې تېره ورځ په اته ويشتو کمېټو کې د سولې پر لارو چارو بحثونه وکړل او په دې لړ کې استازو لسگونه وړانديزونه وکړل چې ډېر يې سره ورته ول .

د ټولو وړانديزنو موخه يوه او هغه دا وه چې د سولي د بهير لپاره يو عملي مکانيزم رامنځ ته کړي چې نن به يې څرنگوالى په ډاگه شي .

خو هغه څه چې تېره ورځ د جرگې مرستيال قيام الدين کشاف خبريالانو ته په ډاگه کړل د ورته جرگو دوام ، د اور بند رامنځ ته کول ، د خبرو اترو راتلونکو جرگو ته واک ورکول ، له زندانونو د طالب بنديانو خوشي کول ، او جرگې ته د پرېکړو بشپړ واک ورکول ول .

د جرگې مرستيال وويل چې د جرگې د استازو ډېر ټينگار په دې وو چې دغه ډول جرگې او د سولې لپاره دې هڅې پراخې او دوام ومومي .

ښاغلي کشاف وويل د جرګې د استازو بل مهم وړانديز دا و چې د سولې د تينګښت لپاره دې هم هغسې يو نړيوال ايتلاف جوړ شي لکه چې د ترهګرۍ پر ضد رامنځته شوی دی .

افغان ولسمشر تمه لري چې جرگه به د سولې د پر مختيا لپاره اغېزناکې لارې او له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره يو چوکاټ جوړ او د عملي کېدو لپاره به يې يو مکانيزم رامنځته کړي.