د هرات لاريون: افغانستان کې د مسيحيت خپرولو مخه ونيسئ

هرات کې لاريون

لاريون کوونکو د افغانستان له دولت نه د هغو بهرنيو موسسو د فعاليت د درولو غوښتنه وکړه، چې مسيحيت ته تبليغ کوي.

د هرات پوهنتون شاوخوا زر تنو محصلینو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان له دولت نه غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د مسیحیت د تبلیغ مخنيوی وکړي.

یوشمېر مظاهره کوونکو ویل چې په افغانستان کې ځينې بهرنۍ موسسې د بشري خدمتونو په نامه فعاله شوې او د دوی په وینا په پټه د مسیحیت تبليغ کوي.

مظاهره کوونکو چې د امریکا او اسراییلو ضد شعارونه یې هم ورکول د هرات د ولایت ودانۍ مخې ته راغونډ شوي ول او د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره یې د ټولو هغو بهرنیو موسسو د فعالیت د مخنيوي غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا په پټه د مسیحیت په تبلیغ بوختې دي.

دوی خبرداری ورکړ ټول هغه کسان چی په دې هېواد کې له خپل دین څخه اوړي او هغه کسان چې یا خپله د مسیحیت په تبلیغ بوخت دي یا هغه څوک چې مرسته ورسره کوي، باید وپېژندل شي او بیا شرعي سزا ورکړل شي.

يوه لاريون کوونکي بي بي سي ته وويل : ((زمو د هرات د پوهنتون محصلينو هدف دا دی چې په دې هېواد کې د هغو مؤسسو پروړاندې خپله کرکه په ډاګه کړو، چې د مسيحيت تبليغ کوي، دوی په پټه فعاليت کوي، موږ له دولت نه غواړو چې د هغوی د فعاليت مخه ونیسي. ))

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .