صالح: د عيسويت تبليغات استخباراتي لوبه کېدای شي

Image caption ولسي جرګې وزيرانو ته وخت ورکړ چې په افغانستان کې د عيسويت په اړه څېړنې وکړي او وروسته دې پايلې له دوی سره شريکې کړي.

د ولسي جرګې ننۍ غونډه د هغو جدي اندېښنو او وېرې څرګندويه وه چې په افغانستان کې د عيسويت تبليغ او پراختيا راټوکولې دي.

د کورنيو چارو او اقتصاد وزيران، د افغانستان د استخباراتو ياملي امنيت رييس او لوی څارنوال ټول ددې لپاره غوښتل شوي ول چې استازو ته په دې اړه معلومات ورکړي.

د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر وويل عيسويت ته د ور اوښتو په تور يې دوه کسان نيولي دي:

''دوه تنه نيول شوي ، يو تن چې هڅه يې کوله پناه واخلي نيول شوی او زموږ تر څارنه لاندې دی ، دغه سړي منلې چې اته کاله مخکې مرتد شوی دی ، او موږ د عدلي پلټنو بهير پيل کړی دی . له دويم سړي څخه تر اوسه پورې تحقيق روان دی .

دغه کس ادعا کوي چې دی له سره بل دين ته نه دی اوښتی بلکې درې کاله مخکې يوې مذهبي سرچينې ورته لارښوونه کړې وه چې ولاړ شه په دغې برخه کې خپلواکې څېړنې وکړه. ''

چارواکي هم دا مني چې په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې په ناقانونه ډول يو شمېر خلک او ادارې عيسويت ته تبليغ کوي خو په افغانستان کې په ښکاره عيسويت ته د ور اوښتو يوازې يوه پېښه ثبت شوې ده .

په 2006 کال د عبدالرحمن په نوم يو افغان عيسويت ته ور واوښت چې په افغانستان کې تر يو څه بند تېرولو وروسته په ايټاليا کې کډوال شو.

ډېر خلک عبدالرحمن ته د سزا نه ورکول داسې انګېري چې په افغانستان کې يې د عيسويت له پراختيا سره مرسته کړې .

په ولسي جرګه کې دهرات استازی قاضي نذير احمد وايي د عيسويت د پراختيا لامل دا دی چې حکومت په تېرو څوکلونو کې ددې کار په بدل کې چاته سزا نه ده ورکړې:

'' په دې برخه کې زما وړانديز دا دی چې تاسې بايد د دروازې په ور بندلو بسنه و نه کړیء، د قضيې په اړه زه وايم تاسې چې د يوه فاسد دروازه ور بندویء هغه فاسد پخپله نه دی تړل شوی ، هغه مفسد يوه بله دريڅه پرانيزي او له بلې درېڅې څخه د مسلمانو داسلامي نظام پر ضد کار کوي، دغه مفسيدين چې هر ځای وي پر دې سربېره چې دروازه يې ورتړل کېږي بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.''

ګډه اندېښنه

په ټوله کې چارواکو او د ولسي جرګې استازو يوه ګډه اندېښنه درلوده او هغه دا چې شونې ده د عيسويت په تبليغاتو کې د ځينو هېوادونو د استخباراتي کړيو لاس وي.

د افغانستان د ملي امينت رييس امرالله صالح هم دغه اندېښنه نه ردوي:

'' موږ بايد په ژور او دقيق ډول ددغې قضيې د ټولو جزياتو په تړاو تحقيقات وکړو. زه حکم نه کوم چې دلته استخباراتي لوبه ده خو زما قوي ګمان دا دی چې ددغې موضوع تر شاه استخباراتي لوبه ده.''

ښاغلي صالح وويل چې تر دې مهاله يې د عيسويت د تبليغ په تور او شک د 13 ادارو دروازې ور تړلې چې ډېرې يې په پلازمېنې کابل کې دي.

خو ښاغلي صالح وويل دوی په ليست کې د هغو دوو نارويژي موسسو نومونه نشته چې وار له مخې يې د افغان حکومت له خوا په دې تور فعاليتونه ځنډول شوي ول.

په افغانستان کې د عيسويت لپاره د تبليغاتو او د خلکو د عيسوي کېدلو مسله د يوه کورني خصوصي ټېلويزيوني چينل له لوري تر خپاره شوي فلم وروسته يو ځل بيا توده شوې ده .

امنيتي سرچينې وايي په فلم کې د خپرو شويو توکو پخلی نه شي کېدای خو جدي پلټنې به د مسلې واقعيت رابرسېره کړي.

ها خوا په لوېديځ ولايت هرات کې د پوهنتون سلګونو محصلينو لاريونونه کړي او له حکومته يې غوښتي چې په افغانستان کې د عيسويت د تبليغاتو او پراختيا مخه و نيسي.