ایساف: که طالبان خپل دريځ بدل کړي، د کندهار عملياتو کې به بدلون راولو

ایساف ځواکونه په افغانستان کې
Image caption په افغانستان کې بهرني ځواکونه وایې د افغانستان ډېر شمېر ولایتونه په تېره بیا کندهار نه یوازې د امنیت ټینګښت بلکې د حکومتوالۍ پراختیا ته هم اړتیا لري.

په افغانستان د ایساف ځواکونه وایې د کندهار د عملیاتو د عملي کېدو څرنګوالی پخپله په وسله والو مخالفینو پوري اړه لري .

دوی وایې که چېرې طالبان د سولې د جرګې او ولسمشر کرزي د سولي پیغام ته مثبت ځواب ووایې، نو په کندهار کې به د دوی په پلان کې بدلون راشي، خو په زغرده یې ونه ویل چې دغه عملیات به وځنډوي .

خو د ایساف ځواکونه زیاتوي په ټوله کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو وضعیت هغسي نه دی چې باید له عملیاتو لاس واخیستل شي.

دوی په راتلونکي کې په مزار او هرات کې هم د عملیاتو د پیل خبره وکړه.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونه په داسې حال کې د کندها رد عملیاتو پر څرنګوالي خبري کوي چې د دوی په باور په دغه ولایت کې لا هم امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

وړاندي دغو ځواکونو ویلي وو چې په کابل کې د سولي تر ملي مشورتي جرګې وروسته به په دغه ولایت کې عملیات پیل کړي، خو او س د ایساف ځواکونو یو ویاند وین – ایم – شینکس وایې ددغو عملیاتو کېدل او نه کېدل په دې پورې تړلي دي چې وسله وال مخالفین د ولسمشر کرزي د سولي بلنې ته څه ځواب وایې:

((اوس چې جرګې د سولي قوي پیغام وړاندې کړی نو زموږ د بل ګام څرنګوالی پخپله په وسلوالو مخالفینو پوري اړه لري. دا ښکاره ده که چېرې دوی دغه پیغام ته مثبت ځواب ووایې او موږ د دوی په چلند کې توپیر ووینو ، نو زموږ په پلان کې به هم ډېر بدلون راشي. خو اوس موږ باید د مخکیني پلان سره سم پر مخ ولاړ شو .))

په افغانستان کې بهرني ځواکونه وایې د افغانستان ډېر شمېر ولایتونه په تېره بیا کندهار نه یوازې د امنیت ټینګښت بلکې د حکومتوالۍ پراختیا ته هم اړتیا لري.

په کندهار کې د همکارۍ په نامه ناپوځي عملیات لا له وړاندې پیل شوي چې د چارواکو په وینا هدف ېې ددغه ولایت په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د حکومتې ادارو پراختیا او خلکو ته د ژوندانه د اړینو اسانتیاوو برابرېدل دي.

پر دې سربېره په افغانستان کې د ایساف ځواکونه وایې ددغه هېواد په هره سیمه کې چې د خطر اساس وکړي هلته به عملیات پیل کړي.

ښاغلي شینکس مزار او هرات هغه ولایتونه وبلل چې په وینا یې په نژدې راتلونکي کې به هلته عملیات پیل کړي خو وایې دغه او هم د کندهارعملیات به د مارجې پَه څېر نه وي:

((موږ د افغانستان په ټولو هغو سیمو کې چې د مخالفینو خطر پکي شته ، عملیات کوو. مزار او هرات هغه ګڼ مېشته ښارونه دي چې زموږ کمپاینونه هلته جاري دي او لا به هم دوام ولري خو ددغو ښآرونواو هم د کندهار عملیات به له هغه څه سره چې په مارجې کې وشول ډیر توپیر ولري . ))

په همدې ترځ کې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ټوني وایټ وایې دوی د افغان ولسمشر له لوري د سولي د ملي مشورتي جرګې د پریکړې هرکلی کوي او ژمنه یې وکړه چې ددغو موادو په پلي کولو کې به له افغان حکومت سره ودرېږي:

ناټو د سولي او یووالي د قوي پیغام چې د جرګې لخوا وړاندي شو ، هرکلی کوي . زموږ ایتلاف په پرله پسې ډول کارکوي چې د سولي پدغه مهم بهیر کې خپله ونډه ولوبوي او دهغو د عملي کیدو په برخه کې یې له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي .

که څه هم یو شمیر افغانان او پخپله افغان حکومت هیله ښیې چې د سولي ملي مشورتي جرګه به له حکومت سره د ناراضي مخالفینو په یوځای کیدو او سولي ته د هغو په غاړه ایښودلو کې مرسته وکړي خو د جرګې په لومړۍ ورځ د وسله والو مخالفینو بریدونو دغه هیلي کمرنګه کړې .

ورته مطالب