کرزي د 'طالب زندانيانو د خوشي کولو' هڅې پيل کړې

حامد کرزی
Image caption د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې دغه پلاوی دنده لري چې د خپل کار رپوټ ولسمشر ته برابر کړي، خو د پلاوي د رپوټ لپاره مشخص وخت نه دی ټاکل شوی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغو زندانيانو د دوسيو د څېړلو په موخه، چې له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيول شوي، يو جګپوړی دولتي پلاوی ټاکلی.

ولسمشر کرزي د يوه فرمان په خپرولو امر کړی، د هغو زندانيانو دوسيې چې د ترهګريزو بريدونو په تور نيول شوي، بېرته له سره وڅېړل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ولسمشر حامد کرزي د دغه فرمان هرکلی کړی چې په ترڅ کې يې عدلي او قضایي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په پلازمېنه او نورو ولايتونو کې دې د هغو تورنو کسانو دوسيو ته دې بيا له سره کتنه وکړي چې دامهال په زندانونو کې ورځې شپې تېروي.

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دغه فرمان د سولې د مشورتي جرگې د پرېکړه ليک د اتمې مادې د لومړۍ فقرې له مخې صادر شوى دى.

وړاندې د سولې ملي مشورتي جرګې په پرېکړه ليک کې د دولت د وسله والو مخالفينو د بنديانو د دوسيو د څېړلو او له تور لېسته د هغوی د نومونو د ايستلو غوښتنه شوې وه.

ښه نيت

د سولې د ملي مشورتي جرګې غړو، چې شمېر يې تر یونيم زرو ډېر و، په خپل پرېکړه ليک کې له افغان دولت نه وغوښتل چې د ناسمو رپوټونو او ناثابتو تورونو پر بنسټ ګڼ افغانان زندانونو ته ټېل وهل شوي، چې د "ښه نيت "په موخه باید دولت دغه زندانیان خوشي کړي.

داسې ښکاري چې د سولې جرګې د پرېکړې لپاره به دا د دولت لومړی غبرګون او عملي ګام وي.

د ولسمشر حامد کرزپه فرمان کې، چې د ځينو دولتي خپرنيو له لارې خپور شوی، ويل شوي هغه کسان، چې په ترهګريزو بريدونو کې پرې پوره شواهد نه دي ترلاسه شوي، بايد خوشي شي.

د ولسمشر کرزي لخوا د ټاکل شوي پلاوي مشري د عدليې وزير کوي، چې د لويې څارنوالۍ، د سولې د تحکيم ملي کميسيون او د ولسمشر حقوقي او عدلي سلاکاران يې غړي دي.

د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې دغه پلاوی دنده لري چې د خپل کار رپوټ ولسمشر ته برابر کړي، خو د پلاوي د رپوټ لپاره مشخص وخت نه دی ټاکل شوی.

Image caption د سولې د جرګې ګډونوالو پرېکړه دا وه چې د طالبانو نومونه دې له تور لېسته ليرې او د ښه نیت لپاره دې د هغوی زندانیان خوشي شي.

پلاوی همدا راز دنده لري چې د افغانستان په دولتي زندانونو کې د زندانيانو دوسيې وڅېړي، خو په دغه هېواد کې د امريکايي زندان کې د افغان زندانيانو په اړه پکې څه نه دي ويل شوي.

وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي وو ''که چېرې د طالبانو مشران اساسي قانون ومني، له ټولو بهرنيو ترهګرو سره اړيکه غوڅه کړي، او د جګړې پرځای د خبرو لاره خپله کړي، د امنيت شورا او نړيوالې ټولنې لپاره به دا ډېره ګرانه وي، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ونه مني. ''

تر دې مهاله روښانه نه ده چې د ولسمشر کرزي دا ګام به تر کومه حده د سولې بهير ته د دولت د وسله والو مخالفينو رضايت راجلب کړای شي.

د سولې د جرګې تر جوړېدو مخکې وسله والو طالبانو جرګې ته خوشبيني نه وه ښوولې او دا يې د دوی په وينا د امريکا يوه لوبه بللې وه.

بل خوا د دولت بل مخالف لوري حزب اسلامي هم ويلي وو چې په جرګه کې د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شوې.

حزب اسلامي تمه لرله، چې په جرګه کې د دغه ګوند لخوا د ژغورنې د ملي ميثاق په نامه ۱۵ ماده ييز وړانديز او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش خبرې شوې وای، خو په وينا يې داسې هېڅ ونه شول.