په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د م.م له ځانګړي استازي سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

ملګرو ملتونو ويلي که طالبان د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړې ومني او د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کېږدي، دغه سازمان چمتو دی، چې نومونه يې له توره لېسته وباسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن دي مستورا له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل نړيوالې نړيوالې ټولنې ته به ستونزمنه وي چې د افغان ولس غږ ته غوږ ونه نيسي.