هولبروک: امريکا په افغان حکومت کې د منځلاري طالبانو د ګډون ملاتړې ده

ريچرډ هولبروک
Image caption ريچرډ هولبروک وويل چې د افغانستان د سولې په بهير کې اسلامي هېوادونه ښه رول لوبولی شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي هېواد يې په افغان حکومت کې د منځلارو طالبانو د ورګډېدا ملاتړې کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي هېواد يې په افغان حکومت کې د هغو منځلارو طالبانو د ورګډېدو ملاتړ کوي، چې له القاعدې ډلې ځانونه جلا کوي او وسلې پر ځمکه ږدي.

نوموړي ويلي د سولې ملي مشورتي جرګه په افغانستان کې د سولې په بهير کې يو ښه ګام دی او امريکا يې ملاتړ کوي.

ښاغلي هولبروک دا څرګندونې له رويټرز خبري اژانس سره په يوه مرکه کې کړې دي.

ريچرډ هولبروک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امريکا افغانستان کې د واک په تړاو د ملا محمد عمر په څېر د وسله والو طالبانو د مشرانو ورګډول منلی شي، وويل : "هېڅ امکان نه لري چې د طالبانو مشران دې له القاعدې سره پرتله کړای شي، يا دې له القاعدې سره خبرې وشي، خو د طالبانو له مشرانو سره خبرې کېدای شي."

د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي زياته کړه، "اجازه راکړﺉ چې هرڅه په يوه خبره کې روښانه کړم، هغه دا چې ټول پوهېږي چې دا جګړه د هېڅ کومې پوځي ډلې پر ګټه نه تماميږي، دا جګړه د دویمې نړيوالې جګړې په څېر نه ده، چې د يوې جنګي بېړۍ پر سر پای ته ورسېږي او نه لکه د بوسنيا د جګړې په شان چې د اوهايو ايالت په دايتون کې يې د سولې تړون لاسليک کړ."

ده زیاته کړه: "د دې جګړې پايله به بېله وي، سياسي انډول ته رسېدل يوه ضروري خبره ده، خو له القاعدې ډلې سره خبرو ته رسېدل امکان نه لري، او نه خبرې ورسره کېدای شي."

هولبروک چې ټاکل شوې د افغانستان د جګړې پر سر د ناپوځي لارو چارو د بحث په موخه د مادريد کنفرانس ته ولاړ شي، وويل "که چېرې له القاعدې ډلې يو طالب جلا او وسله پرځمکه کېږدي، او د حکومت له سياسي نظام سره يوځای شي، په دې کې هېڅ خبره نه شته."

ريچرډ هولبروک وويل چې د افغانستان د سولې په بهير کې اسلامي هېوادونه ښه رول لوبولی شي.

ورته مطالب