په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار د عملیاتو په اړه له جنرال پارکر سره مرکه

Image caption جنرال نېک پارکر:''موږ باید له هرڅه وړاندې ومنو چې په جګړه کې داسې يوه پړاو ته رسېدلي يو، چې کولی شو وسله والو بېرته راجذب کړو، دغه کار دقیق منجمنټ ته اړتیا لري.''

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د مشرقوماندان مرستيال نېک پارکر له بي بي سي سره په مرکه کې وويل کندهار د افغانستان په سوېل کې د کلتور مرکز وباله او زياته یې کړه چې دا ښار ډېره اوږده او له درناوي ډکه مخينه لري.

له ښاغلي پارکر سره په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي مرکه کړې ده.