ګارډين: د چارواکو ګوښه کول نړيوالو ته د ګواښ په مانا دي

حنيف اتمر
Image caption حنيف اتمر له تېرو شاوخوا درې کلونو راهيسې د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کوله.

د برتانيا د ګارډين ورځپاڼې پخپله ګڼه کې د دوو لوړپوړو افغان چارواکو د استعفا په اړه مقاله خپره کړې ده.

ګارډين ليکي چې د حنيف اتمر او امرالله صالح استعفا د بهرنيانو د هغو هڅو يوه ناکامي ده چې په دې هېواد کې په فساد کې د ښکېلو او هغو پوليسو د روزنې په هڅو بوخت دي چې ډېر يې نالوستي دي.

د ګارډين رپوټ

ورځپاڼه د يوه لويديځ امنيتي کارپوه له خولې چې د کورنيو چارو له وزير او د استخباراتو د ادارې له ريیس سره یې په ګډه له نژدې کارکاوه ليکي، ''د دوو مهمو امنيتي چارواکو استعفا د لوېديځوالو لپاره چې په افغانستان کې د امنيت د راوستلو په لټه کې دي يو ناورين دی او په دې هېواد کې نړيوال ماموريت نور هم له ستونزو سره مخامخ کولی شي.''

لوېديځ کارپوه زياتوي، ''دغو دوو چارواکو د امنيت د راوستلو او د فساد د له منځه وړلو په برخه کې ښه نوم ګټلی و او که اوس د دوی پرځای په فساد کې ښکېل کسان کېني نو موږ هم بايد خپلې بسترې راټولې کړو او راووځو.''

دغو استعفاوو په کابل کې هغه اوازې نورې هم ګړندۍ کړې چې ولسمشر کرزي پر دغو دوو چارواکو چې د بهرنيانو سخت ملاتړ ورسره و، باور نه درلود.

د ورځپاڼې په باور د لوېديځ لپاره په ځانکړې توګه امرالله صالح ډېر ارزښتناک افسر و چې لا يې له هغه وخته له سي آی اې او برتانيايي استخباراتو ام ای ۶ سره اړيکي لرل چې د طالب ضد شمالي ټلوالې د کوماندان احمدشاه مسعود نژدې همکار و.

بهرني ډيپلوماټان او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ننه ځينې کسان وايي د ولسمشر کرزي او دواړو وزيرانو ترمنځ اړيکي له ډېره وخته ښه نه وو او ولسمشر د کال په پيل کې له ښاغلي اتمر څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.

نړيوالې ټولنې ته څپېړه

د برتانيا د ګارډين ورځپاڼه وړاندې د يوه پخواني لوړپوړي افغان ډيپلوماټ له خولې ليکي: ''دا د نړيوالې ټولنې پرمخ وروستۍ څپېړه وه.''

ډيپلوماټ زياتوي په دې سره ولسمشر امريکايانو ته دا ويل غواړي چې نور، نو امرالله صالح نشي ترې ساتلی او برتانيايانو ته همدا ګواښ د حنيف اتمر په اړه کوي.

ګارډين په پای کې ليکي: د امرالله صالح ګوښه کېدل به پاکستان خوښ کړي، ځکه نوموړي طالبان په څو بريدونو کې له پاکستان سره په تړاو تورن کړي و او پاکستان ويلي وو، که هغه له دندې ګوښه کېږي نو له افغانستان سره د ښو اړيکو ژمنه کوي.

ورته مطالب