د پکتيا ميرزکه د حکومت پام غواړي

د پكتيا د ميرزكې ولسوالۍ د سره تنګ په سيمه كې د يو غره د ښويېدو له امله دګردېز پټان لويه لاره د موټرو په مخ تړل شوې ده. دغه غر د تېرې جمعې په شپه لس بجې راښويېدلی دى چې چا ته پكې هېڅ زيان نه دى اوښتى.

  • د دغه سړك د بندېدو له امله د پكتيا د شپږو ولسواليو لارې له مركز ګرديز سره تړل شوې دي.
    د دغه سړك د بندېدو له امله د پكتيا د شپږو ولسواليو لارې له مركز ګرديز سره تړل شوې دي.
  • د لارې د بندېدو له امله د توکو بيې په تېره بیا د تېلو بیه ډېره لوړه شوې ده.
    د لارې د بندېدو له امله د توکو بيې په تېره بیا د تېلو بیه ډېره لوړه شوې ده.
  • دا چې لاره بنده ده، خلک د څارویو په وسيله د اړتيا وړ لومړني توکي د غره پر سر خېژوي او بيا يې خپلو کورونو ته رسوي.
    دا چې لاره بنده ده، خلک د څارویو په وسيله د اړتيا وړ لومړني توکي د غره پر سر خېژوي او بيا يې خپلو کورونو ته رسوي.
  • ځايي خلک له حکومته په دې اړه جدي غوښتنه کوي چې لاره ژر تر ژره پرانيزي.
    ځايي خلک له حکومته په دې اړه جدي غوښتنه کوي چې لاره ژر تر ژره پرانيزي.

پټان د ګردېز ختيځ خواته په ۸۰ كيلومترۍ كې پرته سرحدي ولسوالۍ ده چې له پاړه چينار سره اړخ لګوي.

له تېرو پنځو ورځو راهيسې چې سړك بند دى لارويان د يوې غونډۍ پر سر پلی اوړي راوړي او حكومت تر اوسه په دې نه دى توانېدلى چې لاره پرانيزي.

د دغه سړك د بندېدو له امله د پكتيا د شپږو ولسواليو لارې له مركز ګرديز سره تړل شوې دي.

سور تنګ داسې يوه سيمه ده چې يو خوا همدا غر او بلې خواته يې خوړ دى چې له خوړ آخوا هم لوى غر دى او پرته له همدې سړك څخه بله د موټر د تلو لاره نشته

د ګرديز پټان سړك شااو خوا ۸۰ كيلو متره اوږوالى لري پدغه لاره نهه ولسوالۍ پرتې دي چې د ميرزكې له ولسوالۍ اخوا د شپږو يې لاره بنده ده.

په دغه لاره سرحدي او نورو ولسواليو ته له ګردېز څخه خوراكي توكي او تېل لېږدول كېدل او د ولسواليو له خوا به د سون لرګي د ګردېز خواته راوړل كېدل.

اوس اوس د بندې لارې دواړو خواوو ته په لسګونه موټر او په سلګونه سورلۍ ولاړې وي د لارې اخوا په يو موټر كې راځي او بيا په غونډئ پلي رااوړي دېخوا بيا نور موټر ولاړ وي او په هغو كې سفر ته دوام وركوي.

په دغو مسافرو كې ناروغان، ښځې او ماشومان هم شامل وي . دتګ په وخت په ډبرو ښويږي او په ځمكه لوېږي په ډيرو كړاونو پر غونډۍ پلي اوړي

له ځينو مسافرو سره چې درانه پيټي وي هغه پر خرو باروي او له غونډئ يې اخوا اړوي.

پرته له دې چې والوزول شي بله لاره نه لري موږ چاوديدونكي مواد نه لرو PRT راته ويلي چې دوی به ورسره پدې برخه كې مرسته وكړي يا به يې الوزوي او يا به يې بمباروي

عبدالله درانی

ددغې سيمې يو اوسيدونكي ۳۵ كلن وزير راته وويل چې دى دغلته د سړك ساتونكى دى او هره ورځ مسافر په همداسې كړاونو كې ګوري چې پر غونډئ پلي اوړي دى وړاندې وايي: '' دوه ورځې مخكې واده ؤ په دغه لاره يې راوړ ناوې يې په خره سپره كړه او په همدې غونډئ يې راواړوله هيڅ چاره نه وه.''

د بندې لارې ديخوا مې يو لوى ټانكر موټر وليد چې د لارې تر آبلې خوايې يو اوږد ژيړ رنګى پايپ غځولى وو چلوونكي ظفرخان يې ويل په څمكني ولسوالۍ كې د تيلو پمپ لري او تيل يې خلاص دي.

دى وايي: ''كله چې لاره بنده شوه د تيلو قيمت لوړ شو او اوس خو يې خپله زه يو ليتر په ۹۵ كلدارې وركوم چې تر ګرديز ۱۷ روپۍ جګ دي .''

كه څه هم د لارې په بنديدو پنځه ورځې اوړي خو تر اوسه پورې ددولت او بلې كومې مرسته كوونكې موسسې له خوا د لارې د خلاصون لپاره كوم څرګند كار نه دى شوى خو چارواكي ژمنې وركوي چې له سروې وروسته به يې خلاصه كړي.

د پكتيا د ټولګټو چارو ريس انجينرعبدالله درانى وايي تر اوسه پورې غر را روان دى اولاندې ترې كار نه كيږي: ''پرته له دې چې والوزول شي بله لاره نه لري موږ چاودېدونكي مواد نه لرو PRT راته ويلي چې دوی به ورسره پدې برخه كې مرسته وكړي يا به يې الوزوي او يا به يې بمباروي.''

ميرزكه د پكتيا له 13 ولسواليو يوه هغه ده چې شااخوا ۱۵ كاله وړاندې پكې په يوه چينه كې لرغونې قيمتي سيكې او بوتان پيدا شول چې د وخت د ګډوډيو له امله چور او تالان شول،خو د تخنيكي انجينرانو له نظره اوس ښويېدلى غر د طبيعې خراب جوړښت له امله غورځېدلى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .