په هلمند کې د ارواښاد روحاني په ياد غونډه وشوه

ارواښاد روحاني
Image caption ارواښاد روحاني به ويل: ''موږ خو د ټولوخلکو يو، له موږ سره د چاڅه کار دى.''

د روان جون ۷مه د ارواښاد عبدالصمد روحاني دویم تلین پوره شو.

نن (چهارشنبه، د ‎ جون ۹ مه) د ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني په ياد د هغه په پلرني ولایت هلمند کې د خبريالانو غونډه جوړه شوه.

ارواښاد روحاني دوه کاله وړاندې (د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۷مه ) د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د نامالومو کسانو لخوا ووژل شو، چې بیا وروسته يې مړی د بولان په هديره کې وموندل شو.

د عبدالصمد روحاني لپاره ځانګړې شوې پاڼه

د دوه کلونو ‎له تېرېدو وروسته لا هم افغان حکومت د ارواښاد روحاني د وژونکو په نيولو او محاکمه کولو کې پاتې راغلى، د هغه د کورنۍ غړي لا هم له حکومته غواړي چې د روحاني قاتلين دي د قانون منگولو ته وسپارل شي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې نن ژورنالستانو په غونډه کې يوځل بيا غوښتنه وکړه چې د ښاغلي روحاني وژونکي دوی ته وروپېژني او د نورو ژورنالستانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې ګامونه پورته کړي.

دا مهال د ارواښاد روحاني بوډا پلار، او سپين سرې مور په دې ارمان دي، چې يوه ورځ به يې د زوى قاتلين ارومرو نيول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي .

عبدالصمد روحاني په ډېره ځوانۍ کې ووژل شو هغه د مرگ پر مهال ايله په پنځه ويشت کلنى پښه اېښې وه .

ورته مطالب