کامېرن: د افغانستان او پاکستان امنيت د بريتانيا په ګته دی

ښاغلی کامېرن
Image caption د بريتانيا لومړي وزير وويل له افغانستان سره به خپلو مرستو ته نور هم دوام ورکړي.

د بريتانيا نوي لومړي وزير ډېوېډ کامېرن په کابل کې له ولسمشر کرزي سره تر کتنې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل د افغانستان او پاکستان امنيت د بريتانيا د ملي منافعو په ګټه دی.

هغه وويل چې بريتانيايي ځواکونه په افغانستان کې ددې لپاره دي چې ددغه هېواد له حکومت او خلکو سره د هېواد په رغونه او د حکومتوالۍ په پياوړي کولو کې مرسته وکړي .

ښاغلي کامېرن زياته کړه بريتانيايي ځواکونه به تر اړتيا زيات يوه شپه هم په افغانستان کې پاتې نه شي .

دغه راز نوموړي وويل په افغانستان کې مېشتو خپلو پوځيانو ته نور تجهزات او وسايل ورکوي چې له مخالفينو سره په جګړه کې کار ترې واخلي .

ښاغلي کامېرن په ځانګړي ډول د داسې وسايلو يادونه وکړه چې بريتانيايي ځواکونو د سړک غاړې له چاودنو څخه خوندې کولای شي.

په افغانستان کې د سړک غاړې ماينونه د بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلې ستر لامل دی .

دغه راز ښاغلي کامېرن وويل چې په افغانستان کې د سولې او ټيکا د ر اتګ لپاره يوازې پوځي هڅې بسنه نه کوي بلکې سياسي لارې چارې هم بايد په پام کې ونيول شي .

دغه راز هغه وويل چې دوی د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې چارې ته هم دوام ورکړي.

هغه د سولي د مشورتي جرګې د پرېکړو او وړانديزونو ملاتړ وکړ.

د سولي مشورتي جرګه څو ورځې مخکې په کابل کې جوړه شوې وه چې لويه موخه يې له مخالفينو سره د خبرو اترو او سولې د لارو چارو موندل و.

جرګې د سولې د را تګ لپاره حکومت ته وړانديز وکړ چې له طالبانو سره خبرې وکړي، يو شمېر زندانيان خوشې کړي او هڅه وکړې چې د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د طالبانو نومونه و باسي .

ښاغلي کامېرن په افغانستان کې د ولسمشر اوباما د ستراتيژي او د پوځيانو د زياتولو ملاتړ هم وکړ.

ښاغلي کرزي هم د بريتانيا مننه وکړه چې له افغانستان سره پوځي او نورې مرستې کوي.

دغه راز هغه د هېواد د کورنيو مسايلو په اړه هم خبرې وکړې .

ده د کورنيو چارو پخوانی وزير حنيف اتمر او د ملي امنيت پخوانی رييس امرالله صالح وستايل چې د دندې پر مهال يې ښه کارونه کول خو زياته يې کړه د هغوی استعفاوې د سولې د مشورتي جرګې پر مهال د امنيتي نيمګړتياوو له کبلې وې.

ولسمشر کرزي وويل چې ډېر ژر به د هغوی پر ځای کارپوه او وړکسان وټاکي.