د سولي د مشورتي جرګې د پرېکړو عملي کېدل پيل شوي

جرګه
Image caption د سولي په مشورتي جرګه کې شاوخوا 16 سوه کسانو ګډون کړی و او په افغانستان کې يې د سولې د راتګ پر لارو چارو بحثونه وکړل.

د سولې ملي مشورتي جرگه له يو زيات شمېر بحثونو او دوه ځلې ځنډېدو وروسته بالاخره د جون په دوېمه په کابل کې جوړه او درې ورځې روانه وه.

په جرګه کې د افغانستان له گوټ گوټ څخه شاوخوا 16 سوو کسانو گډون کړی و ، او په وروستۍ ورځ يې د دوو سوو، مادو يو پرېکړه ليک صادر کړ چې تر ډېره يې ټينگار د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره پر خبرو اترو دى.

د يادې شوې جرگې مرستيال مشر قىام الدين کشاف وايي دا په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سولې او ټيکاو د راوستو لپاره تر ټولو ستره ولسي غونډه وه.

د ښاغلي کشاف په وينا، په نوموړې غونډه کې د خلکو استازو په ازاد ډول د افغانستان د ستونزې د هواري لارې چارې وړاندې کړې او چارواکو يې هم د منلو او عملي کولو ژمنه وکړه: ((دا په تېرو نهو کلونو کې لومړى ځل و چې د افغانستان له بېلابېلو برخو، د بېلابېلو خلکو استازو په يوه داسې لويه غونډه کې گډون وکړ او د سولې د راوستو په اړه يې خپل نظرونه، په ازاده فضا کې مطرح کړل. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ددې نظرونو منلو ته غاړه کېښوده او ژمنه يې وکړه چې د جرگې پرېکړې به عملي کوي.))

د سولې د مشورتي جرگې غړو د افغانستان په روانه شخړه کې له ښکېلو خواو وغوښتل چې جگړه پاى ته ورسوي او د سولې د راوستو لپاره له يو بل سره له شرطه پرته خبرې اترې پيل کړي.

د جرگې په پرېکړو کې داهم راغلي چې حکومت دې د سولې د بهير د پيلېدو لپاره يو واکمن کمېسيون په دنده وګماري او هغوی دی سوله ييز ژوند ته د هغو کسانو د راستنولو هڅه وکړي چې په وينا يې له اوسني نظام او شرايطو خوابدي دي.

د جرگې مرستيال ښاغلى کشاف وايي ښه به وي ياد شوى کمېسيون د جرگې د مشرتابه پلاوي په گډون له پېژندل شويو او کار پوهو کسانو څخه جوړ شي: (( کمېسيون به د همدې جرگې په دوام کار کوي او د جرگې له مشرتابه پلاوي او نورو کسانو به جوړ وي. يا به هم کوم نوي خلک ورته راوستل کېږي او د سولې د جرگې د غوښتنو د پوره کولو لپاره به کار کوي.))

که څه هم له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان د مشرانو جرگې د رئيس صبغت الله مجددي په مشرۍ د سولې او پخلاينې يو کمېسيون کار کوي، خو افغان چارواکي وايي د جرگې له پرېکړې سره سم به په دې اړه د نوې ادارې پر جوړولو لاس پورې کوي نوم به يې د سولې عالي شوراوي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وايي چې ددغه کار هوډ لري: (( دا به ډېر وختي وي چې اوس په دې اړه خبرې وکړو، خو چې کله ولسمشر د ترکيې له سفره بېرته را وگرځي د شورا د جوړولو بهير به پيل شي. د يوه داسې مهم ارگان جوړول وخت ته اړتيا لري، خو بياهم تياری نيول شوی او په دې اړه يو لړ خبرې هم شوې دي.))

لومړني ګامونه

افغان حکومت د جرگې پرېکړو ته د ژمنتيا ښودلو په موخه په خپل لومړي گام کې د عدليې د وزير په مشرۍ يو بل کمېسيون جوړ کړ او ژمنه يې وکړه هغه کسان به خوشې کوي چې په وينا يې د ناسمو رپوټونو پر بنسټ نيول شوي دي.

د جرگې د پرېکړه ليک په اتمه ماده کې د ښه نيت د رامنځته کولو په موخه ددغو زندانيانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې، خو شنونکي وايي چې د دغو زندانيانو خوشې کول د ښه نيت په نامه ډېر څه نه شي رامنځته کولاى.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان په نامه د يوې ټولنې مشر لعل گل وايي دغه کسان هسې هم بې گناه نيول شوي او بايد پرته له دې چې د طالبانو خوښې ته په کې وکتل شي خوشې شي.

د زندانيانو د خوشې کېدو په اړه ددغه کمېسيون د جوړېدو پر څرنگوالي مو د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وپوښت، هغه وويل چې دوى د جرگې د پرېکړو عملي کولو ته ژمن دي او د جرگې د پرېکړې له مخې بايد هغه کسان خوشې شي چې د ناسمو ريپوټونو او نا ثابتو تورونو پر بنسټ په زندانونو کې ساتل کېږي: ((د ولسمشر فرمان د سولې د مشورتي جرگې د پرېکړې پر بنسټ شوى، په هغې پرېکړه کې دغه خبره واضح ده. د خلکو او مخالفانو ادعا داده چې په زندانونو کې ډېر داسې کسان شته چې د غلطو ريپوټونو پر بنسټ نيول شوي يا هم کوم تور نه دى ور پورې. که تورن يا مجرم وي هغه هېڅوک نه شي خوشې کولاى.))

افغان چارواکي وايي دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا 15زره زندانيان ساتل کېږي چې ډېر يې د وسله والو فعاليتونو په تړاو نيول شوي دي.

ددې تر څنګ د سولې ملي مشورتي جرگې خبرو اترو ته د طالبانو د راماتولو لپاره له افغان حکومته وغوښتل چې د امنيت شورا له تور ليست څخه دې د طالبانو دنومونو د ويستلو هڅه وکړي .

د جرگې غړي وايي له دې سره به طالب مشران ځانونه خوندي احساس کړي او په ډاډه زړه به د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي.

د سولې په مشورتي جرگه کې د کندهار ولايت استازى حاجي دادالله وايي ددې ترڅنگ بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې هم وشي:

د طالب مشرانو، نومونه تر هغه وروسته د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په تورليست کې شامل شول چې په ٢٠٠١ کال کې په واشنگټن او نيويارک کې يو لړ بريدونو زرگونه کسان ووژل.

ددغو بريدونو پړه پر القاعدې واچول شوه او د طالبانو مشران هم له دې امله چې د القاعدې ملاتړي بلل کېدل او د دغې شبکې غړو ته يې پنا ورکړې وه د ملگرو ملتونو د مطلوبو کسانو په ليست کې راغلل.

په کابل کې د امريکا سفير کارل اېکنبېري وايي چې د نوموړي لېست په اړه بايد نړيواله همغږي رامنځته او بيايې په اړه پرېکړه وشي: (( هغه نوملړ او د هغه مسوليت د نړيوالې ټولنې همغږي ته اړتيا لري. په ځانگړې توگه د امنيت شورا ټول پنځه غړي بايد دې ته په ځواب ويلو کې همغږي وي، البته افغان حکومت کولاى شي ملگرو ملتونو ته مراجعه وکړي او له ليسته د ځانگړو کسانو د

نومونو د اېستو غوښتنه وکړي.))

وړاندې تردې له نوموړي ليسته د يو شمېر طالب مشرانو، نومونه ويېستل شوي چې د ډېرو په وينا کافي نه دي او بايد په دې اړه نور کار هم وشي.

د جرګې پرېکړې

ملگرو ملتونو، امريکا، بريتانيا او يو زيات شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د سولې د ملي مشورتي جرگې د پرېکړو هر کلى کړى او ويلي يې دي چې په عملي کولو کې به يې مرسته وکړي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي استازى سټېفن دېمستورا وايي چې جرگې د افغانانو يووالى څرگند کړ او معقولې پرېکړې يې وکړې: (( زه جرگې ته ډېر ښه غبرگون لرم، هغو کسانو ته مبارکي وايم چې په جرگه کې و، د هغوى پرېکړې ډېرې عاقلانه او عملي دي. په افغانستان کې دامهال ستونزې يوازې په خبرو اترو حل کېداى شي، جگړه د حل لاره نه ده.))

يو شمېر شنونکي د سولې د مشورتي جرگې له پرېکړو د نړيوالې ټولنې او په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو ملاتړ مهم بولي.

د ولسي جرگې غړى عبدالستار خواصي وايي، که ياد شوى ملاتړ موجود نه وي، افغان حکومت به په يوازې سر ونه شي کړاى د جرگې وړانديزونه پلي کړي: (( زما په اند که نړيواله ټولنه غواړي په افغانستان کې سوله وشي، نو دې پرېکړو ته دې غاړه کېږدي. که دوى دا کار وکړي حکومت يې هم کولاى شي، خو که نړيواله ټولنه په افغانستان کې د سولې د راتلو نيت ونه لري، حکومت به هم څه ونه شي کړاى. ))

په افغانستان کې د سولې د ملي مشورتي جرگې غړو ددې ترڅنگ چې دغه هېواد ته د سولې او ټيکاو د راوستو په موخه حکومت او بهرنيو ځواکونو ته وړانديزونه کړي، د حکومت له وسله والو مخالفينو هم يو لړ غوښتنې مطرح کړې دي.

د جرگې د پرېکړه ليک د اتمې مادې په شپږم بند کې راغلي چې وسله وال ناراضيان بايد ټول هغه فعاليتونه پرېږدي چې له امله يې افغانان وژل کېږي او ورانۍ رامنځته کوي.

ددې ترڅنگ په پرېکړه ليک کې راغلي چې دغه وسله وال بايد له القاعدې او داسې نورو شبکو سره خپل اړيکي پرې کړي او له کوم قيد او شرط پرته دې خبرو اترو ته حاضر شي.

که څه هم په افغانستان کې د سولې د ملي مشورتي جرگې د پايلو په اړه د حکومت او د هغه د بهرنيو ملاتړو خوشبيني له پخوا موجوده وه، خو د اوسنۍ افغان لانجې بل اړخ چې وسله وال مخالفين دي په دې اړه څه وايي؟

د طالبانو دريځ

د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جنگېدونکې عمده ډله طالبان د جرگې کېدل او پرېکړې ټول د امريکا يوه پروژه بولي او وايي چې ستونزه نه شي ورباندې اوارېداى.

ددغې ډلې وياند ذبىح الله مجاهد وويل چې جرگې يوازې او يوازې په افغانستان کې د امريکا د پوځي حضور دوام ته لار پرانيسته او د سولې د راوستو په اړه يې کوم کار ونه کړ: (( موږ دغه جرگه د افغانستان د ازادۍ پر ضد بولو او دغه شان جرگې زموږ ستونزې نه شي اوارولاى. دوى د افغانستان د اصلي ستونزې په اړه هېڅ هم ونه کړل او موږ يې يوځل بيا ردوو. ))

ډېرى په دې اند دي چې د سولې د مشورتي جرگې پرېکړې د طالبانو په گټه دي او بايد هغوى يې ملاتړ وکړي ، خو د چارو شنونکى داد نوراني وايي چې طالبان يوازې واک ته د بېرته رسېدو په فکر کې دي او د سولې او مذاکراتو په نامه څه ته نه گوري: (( طالبان غواړي خپل امارت په افغانستان کې ولري او جرگې ته پام هم نه کوي. دوى هغه مهال په دې کار کې بريالي کېداى شي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي او له همدې امله ددې ځواکونو پر وتلو ټينگار کوي .))

که څه هم د سولې د ملي جرگې له جوړېدو يوازې يوه اوونۍ تېرېږي خو د اغېزناکو پايلو په اړه يې له پخوا بحثونه دوام لري.

شنونکى داد نوراني وايي چې په جرگه کې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره کوم نوي څه مطرح نه شول، له همدې امله به يې اغېز ډېر نه وي.

خو په کابل کې د ملگرو ملتونو استازى ستېفن ديمستورا ډاډ ښيي چې جرگه به د افغانستان د روانو نا امنيو په له منځه وړلو کې ډېره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د سولې د مشورتي جرگې د جوړېدو ژمنه د ولسمشر حامد کرزي د ټاکنيزو منډو ترړو مهمه برخه وه.

که څه هم جرگه وشوه او د افغان حکومت لخوا يې د پرېکړو عملي کېدنه تر يوه بريده لا له وړاندې پيل شوې، خو دا اوس پخپله په وسله والو مخالفينو او په افغانستان کې ښکېلو بهرنيو هېوادونو پورې تړلې چې ترکومه بريد ددغې جرگې د پرېکړو عملي کېدو ته ژمن پاتې کېږي.