په زابل کې ځانمرګي بريد ولسي وګړي زيانمن کړي

Image caption زابل د افغانستان په سوېل لوېديز کې پروت د نا ارامو ولايتونو په ډله کې دی .

په زابل ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون 13 نور ټپيان شوي دي .

د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي بريد ددغه ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې شوې دی.

ويناپاڼه وايي ځانمرګي چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ اغوستی و او د بهرنيو ځواکونو يو کاروان يې په نښه کړ خو د هغوی د زيان په اړه معلومات نشته.

بهرنيو ځواکونو هم تر اوسه پورې ددغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د کورنيو چارو وزارت بريد غندلی دی .

په يوه جلا پېښه کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې يا شلخي ماين د چاودنې له امله 9 ولسي وګړي وژل شوي او 8 نور ټپيان شوي دي .

د کورنيو چارو وزارت په يو جلا ويناپاڼه کې ويلي، يو پلانکوچ ګاډی له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته را روان و چې د جمعې د سهار پر اووبجې پرې چاودنه وشوه.

تر اوسه پورې چا د يوې پېښې مسوليت هم نه دی منلی .

وړمه شپه د کندهار په ارغنداو ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږ تر لږه 40 ولسي وګړي ووژل شول او شاوخوا دوه دومره نور ټپيان شول.