په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزي ادبي هنري پروګرام

د پيلوزي دا پرله پسې گڼه دې ډول پېيلې ده:

د افغانستان د تاريخ په اړه نوې څېړنه چې په مصور ډول په څو بهرنيو ژبو هم مهاله چمتو شوې ده. ليکوال يې - عتيق پاڅون خپل هيواد په نوې بڼه نورو ته بيا پېژندل غواړي.

د ښځو ناول ليکونکو نړيواله سيالي سږکال يوې امريکايي ليکوالې وگټله،

زموږ د جلا شوي همکار صمد روحاني ياد چې دا کرۍ دوه کلونه يې د وژنې پړ هماغسې ورک دى،

دغه راز به د پابلو پيکاسو د هغو آثارو پر ننداتون هم وغږېږو چې په لندن کې د "پيکاسو - مديترانه يي کلونه "تر نامه لاندې جوړ شوى دى.

پر وروستۍ پاڼه به لنډ کلتوري خبرونه ولرو.