م.م: د امنیت شورا د تور لېست په اړه بیا له سره کتنه کوو

سټیفن دیمستورا
Image caption د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، که هیله دا وي چې د سولې مشورتي جرګه نتيجه ورکړي، باید پرېکړې يې عملي شي.

ملګري ملتونه وايي د تور لېست په اړه بیا له سره کتنه کوي، او تمه کېږي چې د روانې جون میاشتې تر پایه به په دغه نوملړ کې بدلون راشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی سټيفن ديسمتورا په يوې خبري ناسته کې وویل چې ۱۳۷ افغانان په دغه لېست کې شامل دي.

هغه د خپلو تازه مالوماتو پر بنسټ په ډاګه کړه، دغه نوملړ نوی کېږي او تمه یې دا وه چې د یو شمېر طالب مشرانو نومونه ترې ليرې شي :

''هیله دا ده چې د دې مياشتې تر وروستيو پورې دغه نوملړ نوی شي، دا کومه پټه مساله نه ده، دمګړۍ د ملګرو متلونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک د کوميټې یوه ځانګړې ډله کابل ته راغلې، چې د دغه فهرست په نوي کولو کار کوي. زه نه غواړم د دغې ډلې د کار په اړه له وړاندې ځه ووایم، ځکه دا د امنیت شورا کار دی چې دا نوملړ نوی کړي. ''

ښاغلي ديمستورا وویل چې د سولې د مشورتي جرګې له غوښتنې سملاسي وروسته له تور لېسته د طالبانو د نومونو د ليرې کولو په اړه ګامونه اخیستل شوي.

Image caption د دغې جرګې يوه مهمه دا وه چې غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته د طالب مشرانو نومونه وایستل شي، چې ملګري ملتونه اوس په دغه برخه کې د پيل شوي کار خبر ورکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، که هیله دا وي چې د سولې مشورتي جرګه نتيجه ورکړي، باید پرېکړې يې عملي شي.

هغه وویل موخه سوله او پخلاینه ده، چې يوازې د خبرو اترو او ښه نیت د څرګندولو له لارې ممکنه ده، چې د سولې د مشورتي جرګې له پرېکړې سره سم ترسره شي.

د سولې مشورتي جرګه د روانې میلادي مياشتې پر دویمه نېټه په کابل کې جوړه شوه، چې پکې له ټول افغانستان نه ۱۶۰۰ قومي مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او د افغانستان د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړو په هېواد کې د سولې د راوستو پر لارو چارو خبرې وکړې .

د دغې جرګې يوه مهمه دا وه چې غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته د طالب مشرانو نومونه وایستل شي، چې ملګري ملتونه اوس په دغه برخه کې د پيل شوي کار خبر ورکړ.

ورته مطالب