د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه لاهم لوړه ده

روغتون ته پر لاره ناروغه مېرمن
Image caption د عامې روغتيا وزارت وايي، هڅه کوي د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې د کچې کمولو لپاره هغوى ته روغتيايي اسانتياوې برابرې او په لرې پرتو سيمو کې کلنيکونه جوړ کړي.

د خوندي يا مصئونې مور له ملي ورځې سره همهاله د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه هېواد کې د مېندو د مړينې د لوړې کچې له امله اندېښنه ښودلې.

دغه وزارت وايي که څه هم د روغتيايي ستونزو په اړه نوې سروي لا روانه ده خو د پخوانيو سروې ګانو پر بنسټ يې اټکل دا دی چې په هر نيم ساعت کې د روغتيايي اسانتياو د نشتوالي له امله يوه مور د زېږون پر مهال مري.

په افغانستان کې له تېرو شاوخوا نهو کلونو راهيسې د نورو برخو په څېر د عامې روغتيا په برخه کې هم ميليونه ډالر لګول شوي خو په دغه هيواد کې روغتيايي ستونزې لا هماغسې پر ځای پاتې دي.

د عامې روغتياد خوندي مور د ورځې د نمانځلو پر مهالپه ډاګه کړه چې افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د زېږون پر مهال په کې ډېرى مېندې مري.

د دغه وزارت وياند غلام سخي نور اوغلي وايي ، د روغتيايي مرکزونو کموالی او روغتيايي اسانتياو ته نه لاسرسي د مېندو د مړينې کچه دومره لوړه ساتلې ده:

(( لوی لامل يې دا دی چې په ټوله کې تر اوسه په سلو کې تر اويا ډېرې ښځې روغتيايي مرکزونو ته نه ورځي او يا د ډاکټرانو او نورو روغتيايي کارکوونکو تر څارنې لاندې ولادتونه نه کوي. د مېندو د مړينې يو لوی لامل د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کموالی دی، موږ تر اوسه لا د افغانستان په ځينو سيمو کې داسې کلينکونه لرو چې له لويه سره ښځينه کارکوونکې نه لري. ))

Image caption په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې د روغتيا په برخه کې ميليونونه ډالر لگېدلي خو لاهم افغانان بشپړو روغتيايي اسانتياو ته لاسرسى نه لري.

دعامې روغتيا وزارت وايي له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په افغانستان کې د روغتيايي ستونزو او ننګونو په اړه يوه سروې پيل کړې او تر اوسه لا روانه ده.

د چارواکو په وينا ددغې سروې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې د روغتيايي ستونزو کچه او په ځانګړي ډول د هغو مېندو کره شمېره هم په ډاګه شي چې د زېږون پر مهال مري.

له دې ټولو سره سره هغوى وايي چې دپخوانيو سروې ګانو پر بنسټ يې اټکل دا دی چې په هر شاوخوا نيم ساعت کې روغتيايي اسانتياو ته د نه لاسرسي له امله يوه مور مري.

که دعامې روغتيا د وزارت د غه شمېرې سمې وي نو د مېندو د مړينې کچې ته په کتو سره افغانستان د روغتيا په برخه کې ډېر پرمختګ نه دی کړی.

وزارت وايي ددې لپاره چې د مېندو د مړينې کچه ټيته شي په پام لري په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځه زره مېرمنې د نرسانو او قابلو په مرکزونو کې وروزي.