کميسيون: په څو ورځو کې به ټاکنيز کمپاين پيل شي

افغان ټاکنې
Image caption په پام کې ده چې په افغانستان کې د ولسي جرگې ټاکنې په راتلونکي سپټمبر کې وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په راتلونکې شاوخوا يوه اوونۍ کې به د ولسي جرگې د ټاکنو کمپاين پيل شي.

د کميسيون په وينا دا مهال د کانديدانو په وروستي لېست کار کېږي او له هغه وروسته به د څه ناڅه دريو مياشتو لپاره کمپاين روان وي.

په پام کې ده د افغانستان پارلماني ټاکنې د روان کال په سپټمبر مياشت کې وشي.

په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره تيارۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې پيل شوې دي. په دې لړ کې څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرگې د کانديدانو لومړنى لېست اعلان کړ او اوس چارواکي وايي چې په څو ورځو کې به د کانديدانو وروستى نوملړ هم اعلان شي.

د ټاکنو کميسيون وياند نورمحمد نور وايي، د لېست له اعلان وروسته به د کمپيان بهير پيل او په دې توگه به د ټاکنو د کېدو يو بل پړاو هم بشپړ شي.

" د چنگاښ په لومړۍ نېټه به د کانديدانو وروستى نوملړ اعلان شي او د همدې مياشتې په دوېمه نېټه به کمپاين پيل شي چې د وږي تر ٢٥ مې به دوام وکړي. کمپاين به له ټاکنو ٤٨ ساعته وړاندې پاى ته ورسېږي."

د کمپاين په لړ کې به د ولسي جرگې کانديدان د خلکو د پام جلبولو په موخه خپل پروگرامونه بيان کړي او هڅه به وکړي چې د هغوى رايې خپلې کړي. د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور وايي، کانديدان کولاى شي هرځاى هر ډول کمپاين وکړي، خو په وينا يې د يو شمېر شرايطو په پام کې نيولو سره.

" هېڅ کانديد نه شي کولاى له حکومتي امکاناتو په خپله گټه او د نورو پر خلاف کار واخلي. همدارنگه کانديدان نه شي کولاى له تورو پيسو چې له نشه يي توکو يا بهرنيو هيوادونو يې ترلاسه کوي استفاده وکړي. "

د ټاکنو کميسيون وياند که څه هم وايي چې هېڅ کانديد ته د کمپاين په لړ کې د لگښتونو حدود نه دي ټاکل شوي، خو کانديدان به د کمپاين له پيل کېدو يوه مياشت وروسته او بيا د کمپاين په پاى کې د خپلو لگښتونو رپوټ دوى ته ورکوي او په اړه به يې ممکنه پوښتنو ته ځواب وايي.

د افغانستان د ولسي جرگې لپاره سلگونه کسان کانديد دي چې دا مهال د يو شمېر هغوى په اړه د شکايتونو پلټنه کېږي.

د ټاکنو کميسيون وايي هغه کسان چې په وړاندې يې شکايتونه جدي او داسې وي چې د قانون له مخې په ټاکنو کې د هغوى د گډون مخه ډب کوي، د کانديدانو له وروستي لېسته اېستل کېږي او په پاى کې به يوازې هغه کانديدان په کمپاين او بيا ټاکنو کې برخه اخلي چې په وړاندې يې قانوني خنډونه نه وي پراته.

چارواکي وايي چې د يادو شويو کسانو شمېره تر دې مهاله نه ده مالومه او په راتلونکو څو ورځو کې به په ډاگه شي.

ورته مطالب