برتانيا د افغانستان جګړې ته 'ژمنه ده'

ليام فاکس
Image caption ډاکټر فاکس د افغانستان د جګړې په اړه وويل: "افغانستان به پرېنږدو چې يو ځل بيا د ترهګرو ځاله وګرځي. "

د برتانیا د دفاع وزير لیام فاکس ويلي سربېره پر دې چې پرې سیاسي او بوديجوي فشار ډېر دی، خو په افغانستان کې به د جګړې د پرمخ بېولو لپاره خپلې هلې ځلې ونه سپموي.

برتانیا دا مهال له "زړه سړېدونکو" ګواښونو سره مخامخ ده، چې ګڼې ستونزې د کارګرو د لګښت د ناسم منجمنټ له کبله رامنځ ته شوې دي.

ليام فاکس ژمنه وکړه هڅه به وکړي چې د پيسو لپاره سرچينې پيدا کړي، چې د افغانستان جګړې ته عصري پوځي توکي راونیسي.

د برتانیا حکومت په دې هڅه کې دی، چې په افغانستان کې د پوځي تګلارې په تړاو په لګښت کې بدلون راولي، خو دفاع وزير ډاکټر لیام فاکس بیا هڅه کوي چې خپلو پوځيانو ته مالي سرچينه ومومي.

نوموړي ويلي د برتانيا نور پوځي لګښتونه به د ځواکونو د مالي سرچینو پر موندلو کوم اغېز ونه کړي.

ښاغلي فاکس دا څرګندونې د برتانيا د شاهي متحده خدمتونو انستېتيوت ته کړې دي.

ده زياته کړه، په دې کې هېڅ شک نه و، چې اصلاحات او بدلون ضروري و، او موږ باید په مخ کې ولاړو ستونزو ته اوږه ورکړو.

ده وویل چې برتانیا باید له ستونزو سره په سخت زړيتوب مبارزه وکړي.

لیام فاکس ټينګار وکړ د برتانيا امنیت په افغانستان او پاکستان کې له امنیت سره تړلی دی.

Image caption د بريتانيا نوی لومړی وزير افغانستان ته رسېدلی او له ولسمشر کرزي سره تر کتنې وروسته يې له هغه په يوه ګډه خبري ناسته کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

وړاندې د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون هم په کابل کې خبریالانو ته په وينا کې ويلي وو چې افغانستان کې امنيت او نا امني نېغ په نېغه پر برتانیا اغېز کوي.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون د روانې مياشتې پر لسمه په کابل کې د خپل سفر پرمهال وويل، چې د سړک غاړې د بمونو پروړاندې د مبارزې لپاره به نوره بوديجه ځانګړې کړي.

ښاغلي کامیرون ویلي وو د برتانیا د بهرنۍ تګلارې لومړيتوب په افغانستان کې د وضعيت ښه کېدل او پر اورپکو لاسبري ده.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو زياتره تلفات د سړک غاړې د بمونو له امله رامنځ ته کېږي.

تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر ۲۰ ډېر بهرني پوځيان ووژل شول.

د برتانيا لومړي وزير زياته کړه، د طالبانو لخوا د سړک غاړې بمونو د شنډولو په موخه به ۱۰۰ ميليون ډالره بوديجه ځانګړې کړي.

برتانيا دا مهال په افغانستان کې کابو لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په نارامه جنوبي ولايت هلمند کې مېشت دي.

هلمند د افغانستان په جنوب کې يو له هغو نارامه ولايتونو دی، چې پرځينو سيمو يې لاهم وسله وال طالبان واکمن دي.

Image caption سير جاک سټيرپ له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا د برتانیا د پوځ د لوی درستيز په توګه کار کاوۀ.

ډاکټر فاکس د افغانستان د جګړې په اړه وويل: "افغانستان به پرېنږدو چې يو ځل بيا د ترهګرو ځاله وګرځي. "

ده زياته کړه په افغانستان کې جګړه پر مخ بېول به د هغه په وینا لومړيتوب وي، چې په وينا یې ان په سينما کې به هم خلک ښه ملاتړ ترلاسه کړي.

ده وويل موږ به له يولړ سياسي فشار او بوديجوي کمښت له امله هڅه وکړو، خپلو پوځيانو ته مالي سرچينې ومومو او برتانويان راجذب کړو، چې زموږ تر څنګ ودرېږي.

د تېرې يکشنبې په ورځ برتانيا اعلان وکړ، چې تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې به د دغه هېواد لوی درستيز مارشال سير جاک سټيرپ له خپلې دندې ګوښه کړای شي.

برتانیا دا پرېکړه مخکې له هغه کړې، چې د ښاغلي سټيرپ د کار موده پای ته ورسېږي.

سير جاک سټيرپ له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا د برتانیا د پوځ د لوی درستيز په توګه کار کاوۀ.

نوموړي د برتانيا له مخکنۍ ادارې غوښتنه کړې وه، چې د کار موده یې وغځوي.

برتاینا په دفاع وزارت کې د ملکي خدمتونو د يوه بل چارواکي سير بيل جيفري د ليرې کولو پرېکړه هم کړې ده.

ورته مطالب