په غزني کې ۵ پوليس وژل شوي

بېګا شپه د غزني ولایت ښار ته څېرمه په ګنج کې پر يوې امنيتي پوستې بريد شوی.

د غزني ولایت یوه امنیتي چارواکي، چې د نامه له ښوولو يې ډډه وکړه، بي بي سي ته وويل په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي يو بل ژوبل دی.

دی وايي دا بريد و، خو دا نه ردوي چې دا بريد په پوسته کې د يوه پوليس لخوا شوی دی.

داسې ويل کېږي چې له دغې پوستې سره اړيکه نيول شوې چې په ترڅ کې يې وسله وال نژدې ورغلي او پنځه پوليس يې وژلي او ځينې مهمات یې هم له ځانه سره وړي دي.

ويل کېږي پرپوستې بريد له طالبانو سره د ارتباطاتو په لړ کې ترسره شوی دی.

سرچينې دا هم وویل چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته ښايي مرګ ژوبله اوښتې وي، خو وايي چې نور مالومات نه لري.

د ګنج امنيتي پوسته د غزني ښار شمال لوېديځ لور ته په نږدې اته کيلومترۍ کې پرته ده.

تېره ورځ هم د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ د سپين بند په سیمه کې د کابل – کندهار پر لوه لاره د امنيتي خصوصي کمپنۍ پنځه ساتونکي د ماين په چاودنه کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

ګیلان د غزني په جنوب کې پرته ولسوالۍ ده.

بل خوا د میدان وردګو ولایت د اوپراسیون آمر سمونوال غوث الدین وايي د سید اباد ولسوالۍ سرپرست عتیق الله د اونخي په حکیم خېلو سیمه کې ناپېژاندو وسله والو تښتولی دی.

نوموړی وايي چې د لټون هڅې يې پيل شوې دي.

عتیق الله سید اباد ولسوالۍ ته روان و، چې ناپېژاندو وسله والو وتښتاوه.