تر نړيوال کنفرانس پورې به د کابل نيمايي سړکونه پاخه شي

د کابل ښار
Image caption د ښارد عمومي او فرعي سړکونو بيارغول به نه يوازې په دغه ښار کې ترافيکي ستونزې کمې کړي ، بلکې تر یوه بريده به د دغه ښار د چاپيريال د ککړتيا مخه هم ونيسي.

کابل ښاروالي وايي د کابل کنفرانس له جوړیدو وړاندې به د پلازمینې له نيمايي ډېر سړکونه او واټونه پاخه يا ډمبر شوي وي.

دوی وايي په همدې موخه يې د ښار دننه د سړکونو او واټونو د پخولو او بيارغونې چارې چټکې کړي او هره ورځ نژدې اتلس ساعته کار پرې کوي.

ښاروالي وايي په پلان کې لري چې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره د ښار په يو شمېر سيمو کې د موټرو هوايي او ځمکني پلونه جوړ کړي.

د دا ډول پلونو لومړنی يې د پلازمينې په لويدځه څنډه ميروېس ميدان کې جوړيږي:

اوس مهال د افغان پلازمينې ډيرى سړکونه کنډ کپر دي ، خو کابل ښاروالي کابليانو ته ډاډ ورکوي چې د کابل کنفرانس تر جوړېدو به يې له نيمايی ډیر په بنسټېز ډول جوړ شي.

د کابل کنفرانس د راتلونکې جولای په 20 په کابل کې جوړيږي او موخه يې له افغانستان سره د نړيوالو له لوري د مرستو او ژمنو نوي کول ده.

د کابل ښاروالۍ مرستيال محمد اسلم اکرمي وايي د کابل په ښکلا کې روغ سړکونه مهم رول لري او له همدې کبله يې پر دغو سړکونو د بیارغونې کار چابک کړی .

دی وايي په سړکونو او واټونو هره ورځ په درېو شفټونو کې نژدې اتلس ساعته کار کيږي چې د ده په خبره له دې د دوی د کار ګړنديتوب له ورايه جوتيږي:

ښاغلی اکرمي وايي:''په راتلونکې يوه مياشت کې د کابل ښار دننه د څه د پاسه پنځوس په سلو کې سړکونو د پخېدو او قير کېدو چارې بشپړيږي. موږ هوډ من يو چې دغه سړکونه د کابل د کنفرانس له جوړېدو مخکې له سره ورغول شي او د دې لپاره موږ په ورځ کې درې شفټه کارکوو په دې مانا چې کار د سهار له شپږو بجو پېليږي او د شپې تر دولسو بجو دوام کوي او موږ هيله من يو چې د کابل تر کنفرانسه د ښار بڼه يو څه بدله کړو. ''

اټکل دادی چې د پلازمينې کابل په بېلا بېلو برخو کې پر دغو سړکونو چې له سره په بنسټېز ډول رغول کيږي څه باندې شل ميليونه ډالره لګښت راځي چې د چارواکو په خبره د ښاروالۍ له انکشافي بوديجې ورکول کيږي.

د کابل ښار د سړکونو د بيارغولو او جوړولو پروژه د هغه نوي ماسټر پلان یوه برخه ده چې له پنځو کلونو راهيسې يې د پلي کېدو هڅه روانه ده.

په همدې مهال کابل ښاروالي د يوه داسې پلان خبر ورکړی چې له مخې به يې د پلازمېنې کابل په يو شمېر له ګڼې ګوڼې ډکو سيمو کې د موټرو لپاره هوايي پلونه او تر ځمکې لاندې لارې جوړې شي:

Image caption د افغان چارواکو له لوري د پلازمېنې په زړه او شاوخوا کې د سړکونو د بيارغونې خبرې پر داسې مهال کيږي چې له دې وړاندې د دغه ښار ځينې بيارغول شوي واټونه د خراب کيفيت له کبله بيرته کنډ او کپر شوي دي.

د کابل ښاروالی مرستيال وايي د دغو پلونو د يوه کار يې په نژدې ورځو کې پرانستل کیږي:

''موږ به ډېر ژر، څلور پنځې ورځې وروسته په کابل کې د موټرو لپاره لومړنی هوايي پل پرانيزو. له سيلو نه د پل سوخته په لور غځېدلی دغه پل پنځه سوه متره اوږدوالی لري ، لوړوالی يې څوارلس متره ده او مالي لګښت يې چې لس ميليونه ډالر کيږي د ترکيې هېواد په غاړه اخيستی.''

مرستيال ښاروال وويل نور پلونه د موټرو د هغه هوايي پله کار به په راتلونکو څلورو ورځو کې پېل شي چې په ميروېس ميدان کې موقعيت لري او ترې وروسته به د کابل د هوايي ډګر او دغه راز په برکي کې د موټرو لپاره بای پاس جوړ شي.

د افغان چارواکو له لوري د پلازمېنې په زړه او شاوخوا کې د سړکونو د بيارغونې خبرې پر داسې مهال کيږي چې له دې وړاندې د دغه ښار ځينې بيارغول شوي واټونه د خراب کيفيت له کبله بيرته کنډ او کپر شوي دي.

د ښارد عمومي او فرعي سړکونو بيارغول به نه يوازې په دغه ښار کې ترافيکي ستونزې کمې کړي ، بلکې تر یوه بريده به د دغه ښار د چاپيريال د ککړتيا مخه هم ونيسي.