کونړ: یو شمېر پاکستاني پوځیان د جګړو له امله راوښتي

پاکستانی پوځي
Image caption طالبانو ادعا کړې، چې د مومندو له ايجنسۍ يې 30 پاکستاني پوځيان بېولي دي.

د ډیورنډ پر پوله پر دیره پاکستاني پوځیانو له یوې اوونۍ راهیسې د هغه ځای د طالبانو ډېرېدونکي فشار او پرلپسې جګړو افغانستان ته په را اوښتو او د کلکو سنګرونو پرېښودو ته اړ کړي.

تازه جګړي د مومندواو باجوړ ایجنسو د میټۍ او ناوه پاس چې دې پلو د کونړ له سرکاڼو ولسوالۍ سره لګېیدلي، شوې.

رپوټونه وايي تر اوسه د لسو شاو خوا پاکستاني پوځیان افغان دوی ته پنا راوړې او بېرته د پاکستان قونسلګرۍ ته حواله شوي.

که څه هم دې پلو را اوښتي پاکستاني پوځیان خبریالا نو ته نه دي ښوول شوي، خو د افغانستان په ختیځ کې د افغان پوځ یوه لوړ پوړي قومندان جنرال محمد افضل بي بي سي ته ویلي په راغلو پاکستاني پوځیانو کې یو افسر او یو ټپي سرتېری هم و .

نوموړی وايي پنا را وړونکو پاکستاني پوځیانو ورته ویلي یو شمېر پوځیان ښايي وژل شوي او یا ټپیان وي.

''له نورو کسانو نه خو زه خبر نه یم، خو ځينې سرحدي پولیس هلته ورغلي، تراوسه پورې ۱۰ تنه دېخوا ته راوښتي، چې يوه پکې وسله لرله او بل ټپي و، دغه کسان له دوو بېلابېلو پوستو څخه راغلي وو. ''

جنرال محمد افضل زياته کړه، په دغو کې يو افسر و، دوی ويلي چې دوو پوستو یې بريدونه وشول، چې تلفات یې هم لرل، خو دوی دېخوا ته ترې راوتښتېدل.

د نوموړي په وینا د يوه ټپي پوځي درملنه یې کړې او د پاکستان کونسلګرۍ ته يې سپارلی دی.

خو پاکستاني چارواکو افغانستان ته د خپلو پوځيانو د اوښتو په اړه بې خبري ښوولې، خو وايي چې په اړه به يې پلټنه وکړي.

دوی وايي چې دوه ورځې وړاندې شاوخوا 60 پوځيان لادرکه شوي ول.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې افغان طالبانو د مومندو صافي ولسوالۍ پر امنیتي پوستې برید وکړ.

خو طالبانو ادعا کړې، چې په بريد کې يې تر 8 پوځيانو وژلي او تر 10 پورې نور یې ژوندي ورسره بېولي دي.

که څه هم د مومندو ایجنسۍ په میټۍ کې د شوې جګړې له امله دواړو لورو ته د اوښتي زیان په رسمي شمېرې نشته، خو د چهار شنبې په ګهیځ له همده ځایه یوه کس چې ځان يې د طالبانو ځايي قومندان باله بي بي سي ته وویل تر 30 زیات پاکستاني پوځیان ېې ژوندي نیولي او یو شمیر نور دده په ادعا ژوندي نیول شوي، ولې پخلی ېې نه دی شوی.

Image caption يوازې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر 15 ډېر بهرني پوځيان وژل شوي ول.

خو افغان پوځیانو ته د پاکستاني هغو پنا راوړل بې زیانه نه برېښي.

سیمه ییزو خلکو هم دغلته د سختې او ږدې جګړې ویلي.

د مومندو او باجوړ په قبایلي سیمو کې پاکستاني پوځیانو څو ځلې عملیات هم کړي چې د پاکستاني چارواکو په وینا بر یالي وو، خو له اوسنۍ جګړې څرګندیږي چې په دغې سیمه کې طالب جنګیالي په بشپړه توګه نه دي مات شوي له همدغو سیمو څه موده وړاندې ګڼ شمېر کورنۍ د جګړو له وېرې دې پلو را کډه شوې هم وې.

له دی سره جوخت د کونړ د 'دانګام' او د بلې غاړې 'دیر' په 'بن شاهي' کې د رپوټونو تر مخې افغان سرحدي پولیس او پاکستاني پوځیان یو بل ته په ګواښ دي.

د 'دانګام' اوسېدونکو راته ویلي پاکستاني پوځیان هڅه کوي له خپلو پخوانیو مورچلو نور هم دې خوا راشي.

تر اوسه لا په رسمي ډول دواړو غاړو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو سیمه يیز مشران د احتمالي تاو تریخوالي د مخنیوي په لټه کې دي.

او د تاو تریخوالي په يوه بله پېښه کې د ایساف د ویناوو تر مخه د دوی درې سر تېري د افغانستان په ختیز او شمال کې وژل شوي.

ایساف د جګړې سیمه نه ده ښوولې خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې پرون ېې د کونړ مرکز اسد اباد ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو پر پوځي کتار برید کړی درې ګاډي يې ویشتلي او بهرنیو ځواکونو ته يې د سر دروند زیان اړولی.

تېره ورځ هم نړيوالو ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

يوازې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر 15 ډېر بهرني پوځيان وژل شوي ول.

او د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون هم خپل پارلمان ته په وینا کې ويلي وو چې افغانستان کې به راتلونکی اوړی د برتانیا تلفات زيات شي.

ورته مطالب