غزنی: ځانمرګي يو تن وژلی او 6 نور ټپيان کړي

Image caption غزنی د افغانستان د نا ارامو ولايتونو په ډله کې دی چې تل پکې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې وي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې يو پوليس وژل شوی او درې پوليس او درې ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په يوه ويناپاڼه کې ويلي ځانمرګي غوښتل د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي خو پوليسو پرې ډزې کړې دي .

د ويناپاڼه له مخې تر دې وړاندې چې ځانمرګی د پوليسو په ډزو ووژل شي ځان يې الوزلی دی .

د چادونې له امله د ولسوالۍ ودانۍ او ودانۍ ته څېرمه ولاړ يو څو ګاډي هم لږ زيانمن شوي دي .

تر دې مهاله چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې .

اندړ د غزني د نا ارامو ولسواليو په کتار کې ده چې ډېر وخت پکې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې وي .

څو موده وړاندې د طالبانو په يوه بريد کې د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان هم ووژل شو.