افغانستان: راتلونکی کال به د کوکنارو حاصلات کم شي

Image caption د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو هېوادونو زيات هيرويين توليدېږي.

له نشه يي توکو سره د مبارې له نړيوالې ورځې سره همهاله د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال محمد داود داود وويل داسې فکر کوي چې د افغانستان په پېنځو ولايتونو کې د کوکنارو پر کروندو لګېدلی مرض به د کوکنارو حاصلات په سلو کې پېنځوس راټيټ کړي .

تر دې وړاندې له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې مشر انتونيو ماريا کوستا بي بي سي ته ويلي ول تمه لري د کوکنارو پر کروندو د لګېدلي مرض له امله به په افغانستان کې د هيرويينو توليدات د تېر کال په پرتله ډېر راکم شي .

له دې سره همهاله په کابل کې د امريکا مرستيال سفير انتوني وين وايي هېواد به يې په روان کال کې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې 250 ميليونه ډالره ولګوي.

د ښاغلي وين په وينا دغه پيسې د بديل معيشت د پرواګرام له لارې ولګول شي چې په مرسته به يې کروندګر د کوکنارو له کرکيلي څخه لاس واخلي: ((له هغه ځايه چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه د نشه يي توکو پر ضد مبارزه خپل لومړيتوب بولي نو د امريکا دبهرنيو چارو وزارت ددغه هېواد له کانګريس څخه غوښتي چې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارې لپاره ورته 250 ميليونه ډالره ورکړي .))

دغه امريکايي چارواکي وويل په روان کال کې بايد د هغو ترهګرو محاکمه کولو ته ډېر پام وشي چې د نشه يي توکو له قاچاق څخه ګټې کوي.

ښاغليو داود او ښاغلي دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي پر ضد مرسيتالۍ د نوې قرارګاه د پرانستې په مراسمو کې وکړې .

دغه قرارګاه د امريکا له لوري د 12 ميليونه ډالرو په لګښت د پلازمېنې کابل په شمال کې جوړه شوې ده .

امريکا ژمنه کړې چې هر کال به دغې ادارې ته 3،9 ميليونه ډالر ورکوي چې دوی يې د نشه يي توکو د مبارزې په برخه کې په خپلو عملياتو ولګوي .

د کوکنارو او بنګو کروندې په افغانستان کې جدي ستونزې او د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت لپاره لويې ننګونې بلل کېږي .

افغان حکومت ادعا کوي چې په تېرو نهو کلونو کې يې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې او زيات ولايتونو يې د کوکنارو له کروندو څخه پاک کړي دي .

خو د راپورونو پر بنسټ افغانستان لا هم دنړۍ په سلو کې 92 هيرويين توليدوي چې په دې توګه د نړۍ تر ټولو ډېر نشه يي توکي پکې توليدېږي .