امريکايي سرتېري د ولسي افغانانو پر وژنه تورن شول

Image caption که دغه پېنځه امريکايان په مرګ محکوم شي نو د ا به په افغانستان کې د وژنو له امله امريکايي سرتېرو ته تر ټولو سخته سزا وي.

امريکايي سرتېرو دچهار شنبې پر ورځ پېنځه امريکايي سرتېري تورن کړل چې سږ کال يې په افغانستان کې درې ولسي افغانان وژلي دي.

د پوځيانو يوې وياندې تمارا پارکر وويل پينځه امريکايي سرتېرو دغه درې قتلونه سږکال د ژمي او پسرلي ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې په کندهار کې کړي دي.

دې وويل د دغو ملکي وژنو دحالاتو په باب تر اوسه ډېر معلومات ورسره نشته.

چارواکو ويلي دغه کسان انډريو هولمز، مايکل واګنان، ادم وينفيلډ، کالوان ګيبزاو جيريمي مور لاک د امريکا د بېلابېلو ايالتونو اوسېدونکي دي چې عمرونه يې د نولس کلنۍ او نهه ويشت کلنۍ ترمنځ دي.

دوی دسې شنبې پر ورځ پر قصدي وژنو تورن شول.

د دغو کسانو له ډلې څخه دوه تنه کالوان ګيبز او جيريمي مورلاک څوشپې مخکې په دغه ډول درو جرمونو اويوه بريد تورن شوي ول.

پېنځه واړه تورن شوي ، پلي سرتېري دي چې غونډ يې پروسږ کال افغانستان ته له رسېدو سره سم له جنګياليو سره په سختو جګړو کې درې دېرش سرتېري وبايلل.

تمارا پارکر وويل چې دوی به دقاضيانو په يوه بله محکمه کي هم حاضرشي چي نېټه يې تر اوسه نه ده اعلان شوې .

دغه راز تر دغې محکمې وړاندې د اجراتو د پرمخ بېولو اويا دتورونو کسانود دفاع لپاره کومه ګومارنه ، نه ده شوې.

که څه هم د اګاهانه يا قصدي قتل سزا د امريکا په قانون کې عمري قيد يا غرغره ده چې دقاضيانو په نظامي محکمه کې به اعلان شي خو د امريکايي څېړونکو په باور داسې فکر نه کېږي چې ګنې تورنو قاتلانوته دې د مرګ سزا ورکول شي.

که دا کار وشي نو دا به په افغانستان کې د وژنې په تور امريکايي سرتېرو ته تر ټولو لويه سزا وي.