هرات : د ايساف بې پيلوټه الوتکه ولوېده

بې پيلوټه الوتکه
Image caption امريکايي او سوله ساتي ځواکونه بې پيلوټه الوتکي د معلوماتو د راغونډولو او د مخالفينو د ويشتلو لپاره کاروي.

په کابل کی د ايساف يوه وياند بي بي سي ته وويل الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده.

خو وړاندې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې وه چې الوتکه دوی ويشتې او راغورزولي دي .

ايساف د طالبانو دغه ادعا ردوي .

امريکايي او نړيوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان او قبايلي سيمو کې له بې پيلوټه الوتکو څخه د استخباراتي معلوماتو او د مخالفينو د ويشتلو لپاره کار اخلي.

ډېری دغه الوتکې د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې ته په قبايلي سيمو کې طالب اورپکي په نښه کوي چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې يې د ځينو طالب مشرانو په ګډون سګونه کسان وژلي دي .

په شينډنډ ولسوالۍ کې په يوه جلا پېښه کې د پوليسو يو ګاډی د سړک غاړي يا شلخي ماين په مرسته الوزول شوی دی .

ځايي چارواکي وايي په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو طالبان ادعا کوي چې په دغې پېښه کې يې پېنځه بهرني سرتېري وژلي دي.

بله خوا د ګاونډي ولايت فراه په اناردره ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته شوې ده .

چارواکي وايي نښته تر هغه وروسته پيل شوه چې طالبانو په همدې ولسوالۍ کې د د اوبو د يوه بند د جوړولو د پروژې پر کارکونکو بريد وکړ.

د چارواکو په ويناپه پېښه کې دوه وسلواله مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وسلواله طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو ادعايي کړې چې دوی د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د يوه بريد په پايله کې بهرنيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .