پيلوزی: ادبي هنري پروګرام، پر افغان کريکټ لوبډله مستند فلم

افغان لوبډله
Image caption د افغان لوبډلې په اړه په دغه يونيم ساعت مستند فلم کې د هغوی ژوند او ودې ته کتنه شوې ده.

ددې اوونۍ په پېلوځي کې به د فلمونو په يوه نړيوال فستيوال کې دافغان کريکټ لوبډلې په اړه پر يوه مستندفلم وغږېږو.

په لندن کې په يوه جوړشوي کنفرانس به تم شو چې پښتو اوپښتنوته ځانګړی شوی و. مشاعرو اونمانځغونډو ته هم سر ورښکاره کوو.

دافغانستان نوم به په راتلونکو دوولسو شپوکې يوځل بيا ډېر واورېدل شي، خوداځل دسينما په پرده.

د جون پر ۱۷مه، دسکاتلند په پلازمېنه ادينبرو کې د فلمونو نړيوال فستيوال پرانستل شوچې لسګونه فلمونه به پکې نندارې ته وړاندې شي.

په دې فستيوال کې له ۱۹۴۷ کاله راهيسې فلمونه نندارې ته وړاندې کېږی اوځينې يې د جايزې د ګټلولپاره سيالۍ ته هم سره کوي.

اوسني فيستوال ته وړاندې شوي ځينې فلمونه وچه ځمکه، زمازوی، تاسېڅه وکړل؟، ښکاري، په سترګوکې راز اونور نړيوال فلمونه دي.

د ادينبرو د فلمونوپه نړيوال فستيوال کې هنري، کارتوني، اومستندفلمونه ښوول کېږي.

نندارې ته يووړاندې شوی مستندفلم د افغانستان دکريکټ د ملي لوبډلې په اړه دي.

په فلم کې چېOut of the Ashes يانې له ايرو راپورته شوي نومېږي.

په دغه فلم کې هڅه شوې چې دوران ويجاړ هېواد څېره نړيوالوته په داسې توګه وښودله شي چې په جګړې ځپلي افغانستان کې زړور اوبااستعداد ځوانان هم شته چې له خاورو خځلو راوتلي ټيم يې ترنړيوالولوبو ورساوه.

دامستند فلم چې يونيم ساعت دی په دوه کاله کې جوړ شوی دی او پکې د افغان لوبغاړو د ژوند ډېرې برخې انځورشوې دي.

د فلم له جوړونکي ټيم البون څخه مې ددې فلم د جوړولو د انګېزې او موخې په اړه په يوه مرکه کې څو پوښتنې کړې دي .

ښاغلی البون وايي هيلمن دی چې فلم به يې بريالی وخېژي، ډېرمينه وال به ولري اوپه دې توګه به لازيات خلک له افغانستان سره بلدشي.

فلم جوړونکي له افغان لوبډلې سره په ډېرو لوبو، د هغوی په استوګنځايونو ، د لامبوپه ډنډونو اوخوړنځيونو کې ملګرتيا کړې .

د فلم جوړوونکواوکريکټ کوونکوترمنځ اړيکي د يوې کورنۍ په څېرسره نږدې شول. دفلم په ځينوبرخوکې زموږهمکار ايمل پسرلی هم شته. ايمل د فلم کيسه راته کوي.

دلندن د انډپنډنټ ورځپاڼه د همدې فلم په اړه خپله ليکنه کې د ملي لوبډلې د پخواني کپتان تاج ملوک له خولې ليکي : تاسې پوهېږیء په هر ځای کې جګړه ده، خو د حل لاره يوازې کريکټ دی.

د لوبډلې اوسنی کپتان نوزوزمنګل وايي هېچا هم فکر نه کاوه چې د کچه ګړۍ له خاورين پنډغالي څخه راوتلې لوبډله به، چې په خا ورو، او خځلوکې لوبېدله يوه ورځ په نړيواله کچه له داسې وتلواو پېژندل شويو لوبډلوسره سيالي وکړي چې موږيې څېرې يوازې د ټلوېزيون پر پرده لېدلی شوې.

لاهم دافغانانودهويت په لټه کې پاتې کېږو.

په لندن کې دافريقا اوختيځ پېژندنې په پوهنتون کې د پښتنود تاريخ اونړۍ ته دهغوی د سمې ورپېژندنې په اړه يوعلمي کنفرانس جوړشوی و.

د کنفرانس ګډونوالوچې څېړونکي اوليکوالان ول ، په دې ټينګارکاوه چې نړيوال د پښتنو د کلتور او کړو وړو په اړه ناسم انځورلري او پښتانه تحريف شوي دی.

د کنفرانس د ځينوګډونوالو په ګومان ښايي په سيمه کې د راولاړوشويو ستونزو يو دليل هم همداوي.

ددې کنفرانس په اړه رپوټ يو رپوټ لرو.

خبره چې دپښتنود هويت ده نو شعر او شاعري خو ددې هويت نه بېلېدونکې برخه ده.

که څه هم په دې برخه کې کومه څېړنه نه ده شوې خوځينې په دې باوردي چې د نړۍ د نورو ولسونو په پرتله په پښتنوکې شاعران زيات دي.

په دې وختونوکې د نارنج ګل، مڼې ګل، نښتر، شيندی ګل، غاټول، کونړسيند، هېلمند سيند، چنار او نورې مشاعرې زياتې شوې دي.

ډېری باور لري چې دغه مشاعرې او ميلې پر شعر و شاعري او ساتېري سربېره د شاعرانو او ليکوالو د راټولېدو او له يو بل سره د ليدوکتواغېزناکه لاره ده.

په نورو مشاعرو به په راتلونکو پروګرامونوکې وغږېږوخو د مڼې ګل مشاعرهم نن (جمعه ۱۸ جون) په مېدان ښارکې روانه وه .

په بهرکې هم افغاني ټولنې د وطن او د هغه د نومياليو بچيانو يادونه تازه کوي.

ډېره موده وشوه چې اوريدونکي د وتلي شاعرعبدالباري جهاني له حاله نه ووخبر.

ښاغلي جهاني ته په اروپايي هېوادونوکې د ښه راغلاست غونډې نيول شوې دی.

يوه داسې غونډه راتلونکې اوونۍ کې په سوېډن کې جوړېږي .

د څراغونو اوښکې !

دا دوو زلميو شاعرانو بارکوال مياخيل او رحمت زلمي مندوخيل د څلوريزو گډه ټولگه ده چې په ١٩٢ مخونو کې لمر خپرندويې ټولنې له کوټې خپره کړې ده.

کره کتونکي دې هڅې ته په ښه سترگه گوري ځکه چې څلوريزه يو کلاسيک شعري ژانر دى چې اوس ورته ډير پام نه کېږي.

په دې اړه هم يو راپور لرو.

يوې نوې مجله

د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې شاعرانو او فرهنګپالو په خپلو هڅو د سيال په نوم درې مياشتنۍ مجله خپره کړې او د مينه والو تر ګوتو يې رسولې ده .

د مجلې مسوله چلونکې يوه مېرمن ده او نورو ځوانانو هم ددغی مجلې پرمخ بيولو ته ملا تړلې ده.

په دې اړه هم يو راپور لرو.